کرونا ويروس کابل کې د يو پوليس ژوند واخېست

روهي (دوه نۍ/۲۵ د وري)، د هېواد کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې يو افغان پوليس چې په کرونا ويروس اخته وه، کابل کې ومړ. 

له دې وړاندې د محمد حنيف په نوم د اميري کمپلېکس او  يو يوسف اريوبي په نوم يو بل افغان ډاکټر د کرونا ويروس له امله مړه شوي وو. 

د عامې روغتيا وزارت د تېرې ورځې مالوماتو اړوند، افغانستان کې ۶۰۷ کسان په کوېډ-۱۹ اخته شوي دي.