قران او معاصر ساینس

د قران کریم هغه وړاندوینې چې د ننني ساینس سره یو شان دي. کوم کشفایات چې په وروستیو پېړیو کې انسان په لاس ترسره شوي، د دې برسېړنو په اړه قران اعظیم الشان کې الله تعالی څلوارلس(۱۴) پېړۍ دمخه په ښکاره او واضح ډول ایتونه نازل کړي او د یادو برسېړنو په اړه یې خلکو ته اګاهي ورکړې، د قران کریم د مبارکو ایتونو ورته والی د ننني ساینس له نویو برسېړنو (کشفیاتو) سره یو روڼ حقیقت دی، د ننني ساینس نویې برسېړنې د قران کریم رښتینولي هغوته ثابتوي چې بې دینه(کافران) دي او تر دې دمه د الحاد په لومه کې بند دي، چې همدې خبرې په اړه رب العزت په خپل کلام مجید کې فرمایلي:

ژباړه (( ژر ده چې وښایو دوی ته دلالیل د قدرت خپل چې په افاق د ملکونو او نفسونو د دوی کې دي ترڅو پورې ښکاره یا څرګند شي دوی ته چې بېشکه دغه قران د حق کتاب دی.))

نننی ساینس ثابتوي چې قران کریم یو اسماني کتاب دی اوانسانان د داسې کتاب لیکلو توان او قدرت نه لري، او هغه هم (۱۴) پېړۍ دمخه چې ساینس او ټکنالوژي دومره نه وه غوړېدلې، قران کریم د ساینس کتاب نه دی بلکې د نښو او علایمو کتاب دی داسې نښې چې انسان ته بلنه ورکوي چې پرځمکه د خپل ژوند او نړۍ د پیدایښت په اړه غور او سوچ وکړي.

ساینس د قران او اسلام نه سرچینه اخیستې ده، د دې په اړه یو عالم چې سید حسین نصر نومېږي او نوموړی د ساینس او فلسفې پروفیسوراو د جورج تاون پوهنتون د فزیک او ریاضي څانګې مشروو، نوموړي په خپل لکچر کې داسې ویلي« اسلام د (۱۹) پېړۍ یو نامتو شخصیت چې سید جمال الدین افغان نومیده هغه د نولسمې پېړۍ یو نامتو اصلاح پال مسلمان وو، هغه نه یوازې یو فلیسوف بلکې یوه سیاسي څېره وه چې د خلافت ضد عقیده یې لرله هغه د لویدیځ ساینس سره مینه درلوده او د اسلام دوباره احیا یې غوښتله او ویل یې: ولې لوېدیځ پرمختللی دی؟ ځکه هغوی د ساینس نه استفاده کوله حال دا چې ساینس د اسلام نه راپورته شوی دی مسلمانان باید د خپل شي نه چې ساینس دی خپله کار واخلي ځکه په ساینس کې لوړ پرستیج ،قوت او د ډېرو ربړونو د حل کیلي شته نو باید دا مال د اسلام بیرته په اسلام پورې اړه پیدا کړي، او مسلمانان باید د العلم (ساینس) په ګاڼه ځانونه سینګار کړي، نو دا جوته شوه چې قران کریم د رهنما او پوهې کتاب دی چې د ځمکې له پیدا کېدو نه تر قیامته پورې ټول مالومات په کې شته.

الله تعالی فرمایلي دي: ((اومسخرکړل موږ تاسو ته هرڅه په ځمکه او اسمانانو کې  له طرفه د الله دغه خامخا لوی دلیل دی له لپاره د هغه قوم چې فکرکوي)).

اوس راځو په هغه موضوعاتو لنډه رڼا اچوو کوم چې ساینس پوهانو د ټکنالوژۍ په مرسته  اوس کشف کړي، خو قران یې په اړه څلوارلس سوه کاله مخکې وړاندوینې کړې دي.

۱ـ د کایناتو پیدایښت: الله (ج) په قران کریم کې فرمایلي دي ((او بیا چې الله تعالی اراده وکړه اسمان ته حال دا چې اسمان یو لوګی « دخان» وو)). یعنې ځمکه، ستوري، اسمانونه، سپوږمۍ هیڅ موجود نه وو، صرف فضا لوګي نیولې وه خو کله چې الله تعالی اراده وکړه نو ځمکه او اسمانونه یې پیدا کړل چې پورته ایت شریف یې لوی دلیل دی.

ساینس کې د کاسمولوژي تیوري او څېړنې دا ښایي چې په یو وخت کې ټول کاینات هیڅ شی نه وو مګر یو لوګی، تاوده  کازونه او یوه وریځ وه او همدارنګه دا سټندرد او نننۍ کاسمولوژي یو منل شوی اصل دی چې تر اوسه د دې لوګیویزو موادو نه نوي ستوري د پیدا کېدو په حال کې دي او وایي د شپې لخوا چې کوم ستوري په اسمان کې لېدل کېږي د همدې دود یا لوګي نه جوړ شوي اجرام دي، په همدې تړاو یو غربي عالم ډاکټر الفرید کرونر د جرمني د مونیخ پوهنتون د جیولوژي نامتو پروفیسور وایي: ((فکر وکړئ چې د اسلام ستر پیغمبر له کومه ځایه پوهیده؟ زه فکر کوم دا ناممنکه ده چې (۱۴) پېړۍ مخکې دي څوک د کایناتو په منشا پوهه ولري ځکه ساینس پوهانو اوس دا څوکاله مخ کې د ډېرو لوړو تکنالوژیکي میتودونو په مرسته دا رښتیا وموندله؛ چې څلوارلس سوه کاله مخکې څوک په هستوي فزیک پوهیده؟ چې ووايي اسمانونه او ځمکه یوه منشا لري)).

۲ـ بیګ بنګ(لوی درز): رب العزت قران کریم کې د ځمکې او اسمانونو په پیدایښت یا رامنځته کېدو په اړه وایي (( بیشکه اسمانونونه او ځمکه سره نښتې وه پس بیل کړل موږ یو له بله )).

بیګ بنګ تیورۍ په اساس ټول کاینات په ابتدا کې یوه لویه کتله ( لومړنۍ نوبیلا، سحاب او یا دوړه) وه بیا هلته یو بیګ بنګ « لوی درز» رامنځ ته شو چې همدا  لوی درز د کهکشان د جوړېدو سبب وګرځېد او دا کهکشان بیا د ستورو، سیارو، لمراو سپوږمۍ د پیدا کېدو لامل شوو.

۳ـ د کایناتو توسعه: کایناتو د توسعې په اړه  قران کریم کې ۱۴ پېړۍ مخکې الله ج فرمایلي: ((او اسمان موجود کړی دی موږ په خپل قدرت او بېشکه موږ ارمرو پراخوونکي یو)).

یادې موضوع په اړه  په ۱۹۲۵م کال کې یو امریکايي نجومي « ستورپوه » یدوین هبل داسې شواهد وښودل چې کهکشانونه یو د بل نه لرې کېږي او کاینات توسعه پیدا کوي.

همدارنګه یو بل مشهور استروفزیک پوه  ستیفن هاوکنګ په خپل کتاب (د وخت مختصر تاریخ ) کې لیکلي دي: دا د کایناتو د توسعې کشف او موندنه د شلمې پېړۍ یوه لویه لاسته راوړنه ده، حال دا چې نوموړې موضوع  ۱۴۰۰ کاله دمخه څېړل شوې ده حقیقت لکه لمر معلوم دی.

۴ـ وریځې او باران: الله تعالی په خپل کلام کې فرمایلي دي ((ایا نه وینې ته بیشکه الله تعالی را روانوي شړې او وریځې په  اسمان کې بیا یوځای کوي قت په قت دغه وریځې په یو بل کې او بیا اوروي باران له منځه د دې وریځو ای انسانه ایا ته نه وینې دا علایم د قدرت ))
خو میتیورولوجستان اوس د ډېرو پرمخللو وسایلو لکه ،الوتکو، کمپیوترونو، سټیلاتونو او بالونونو په وسیله د وریځو جوړولو په بڼه او ساختمان پوه شول او لاندې نظر یې وړاندې کړ.باران یو ډول وریځ ده چې د کومولونیمبوس په نامه یادېږي کومولونیمبوس وریځ لاندې پړاوونو څخه وروسته جوړېږي.

الف ـ دغه وریځ هغه وخت جوړېږي چې (کمولس)د باد په زریعه یو مرکزي ټکي ته را جمع شي.

ب- یو ځایوالی: کوچنۍ وریځې سره یو ځای کېږي او غټې وریځې جوړوي.

ج- منسجم کېدل: کله چې کوچنۍ وریځې سره یو ځای شوې او غټې وریځې ترېنه رامنځ ته شوې نو دا وریځې په کرار کرار سره پلنېږي او دا پلنوالی په مرکز کې نسبت اړخونو ته ډېر وي نو کله چې دا عمودي غټوالی ډېر شي نو وریځې د اتموسفیر یخو برخو ته پورته کېږي او هلته د اوبو او ږلۍ وړې دانې جوړوي او مرحله په مرحله دا دانې غټېږي چې دا درنې شي نو دا وریځې لاندې خواته راځي او بیا د باران او ږلۍ سبب ګرځي.

۵ـ غرونو پیدایښت: الله ج په قران شریف  ۱۴۰۰  کاله مخکې د غرونو پیدایښت په هکله فرمایلي دي (( ایا نه ده ګرځولې موږ ځمکه بستر او غررونه میخونه )). همدارنګه په بل ایت شریف کې راغلي دي چې د کایناتو ذات فرمایي (( او غورځولي یې پرځمکه بارونه « غرونه» له پاره د دې چې ونه ښورېږي ځمکه پرتاسو باندې))

یعنې غرونه یې د میخونو په څیر پر ځمکه خښ کړل تر څو ونه لړزېږي ځمکه په انس او جنس، د ساینس دوه نامتو عالمانو هر یو پروفیسور ایمریتیس فرانک پریس چې د متحده ایالاتو د پخواني رئیس جمهور جیمي کارتر د ساینس په چارو کې د واشنکټن ملي اکاډیمۍ رئیس هم وو په خپل کتاب ځمکه (Earth) کې او همدارنګه منجم رویل سرجورج هیري په دې موضوع باندې داسې نظر ورکړي دي چې دوی وايي (( غرونه د مځکې د قشر په ثابتوالي کې مهم رول لري او د ځمکې د ښوریدو او خوځښت مخه یې نیولې او غرونه د ځمکې لاندې بنیادي جرړې لري او دا جرړې په ځمکه کې د میخونو په څیر بڼه لري  حال دا چې یاده موضوع په قران کې څلوارلس سوه کاله پخوا څېړل شوې ده دا ټولې نښې نښانې دي لپاره د عقل خاوندانو.

پایله: دغه راټولونه مې  په دې خاطر ترسره کړه چې د نن عصر ځوان نسل (قشر) په دې پوه شي چې اسلام مبارک  دین د جنګ او جګړو دین نه دی بلکې د ترقۍ، پرمختګ، سولې او اخوت دین دی  نو ځکه ورته کامل دین ویل کېږي دا چې مسلمانان اوبلخصوص اسلامي هېوادونه د مختلفو ستونزو سره مخامخ دي، دا جلا بحث دی خو عمده دلالیل یې د مسلمانانو خپلمنځۍ ستونزې او د غربي نړۍ مستقیمې اوغیرمستقیمې لاسوهنې کېدای شي.