د دوستم وياند: اشرف غني راته د پيسو او وزارتونو وړانديز وکړ خو ور رد مو کړ 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند وياند بشير احمد ته ينج په يو ويډيويي پيغام کې ويلي دي چې  د محمد اشرف غني له خوا ورته څو ځلې پيغامونه لېږل شوي، کسان وراستول شوي او ټيلوفوني اړيکې ور سره نېول شوي دي، خو د دوی ځواب منفي وو. 

ته ينج ويلي چې اشرف غني د ثبات او همپالنې ټيم له مشرانو غوښتي چې ور سره ګډ کار وکړي او په دې پار يې ورته د وزارتونو، دولتي څوکيو او پيسو وړانديزونه هم کړي دي، خو ټوله په يو غږ دا ځواب ورکړی، چې  د دوی مشري ډاکتر عبدالله عبدالله کوي او دوی په هغه څه هوکړې چې ټول ټيم ته د منلو وړ وي. 

د دوستم دغه وياند ويلي  دي، چې دوی خپله طرحه مقابل ټيم او نړيوالو همکارانو ته سپارلې ده او که چېرې ونه منل شي، نو د همه شمول حکومت  تر چتر لاندې به ميدان ته شي او خپل فعاليت به پيل کړي. 

نوموړي ټېنګار کړی دی چې د ثبات او همپالنې ټول غړي او مشران يو غږ لري او هېڅ ډول درز يې ترمنځ نه دی رامنځ ته شوی. ته ينج وړاندې زياته کړې ده، چې دوی په حکومت کې دندې نه بلکې مشاراکت او برخه غواړي چې په همدې  پار به مبارزه کوي.