
روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، اروپايي ټولنې په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې افغانستان کې به د کرونا ويروس د مبارزې په پار افغان حکومت سره ۱۱۷ مېلېونه يورو يا ۱۲۸ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته وکړي.
دغه اعلاميه کې ويل شوي دي، چې کرونا ويروس د نړۍ ګوټ - ګوت ته رسېدلی دی، خو د افغانستان په څېر هېوادونه چې جګړې ځپلي دي، نړيوالو مرستو ته ډېره اړتيا لري.
افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۷ ته رسېدلی دی او ۱۹ تنه د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. افغان حکومت ۱۵ مېلېونه امريکايي ډالر دغه ويروس د مبارزې لپاره ځانګړي او لس مېلېونه ډالر يې ورته ريزرف کړي دي.