طالبانو نن ورځ کندهار کې د افغان حکومت شل بنديان خوشي کړل 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، وسله والو طالبانو نن ورځ د افغان حکومت شل کسان چې له دوی سره بنديان وو ازاد کړل. دغه کسان کندهار ولايت کې سرې مياشتې ته وسپارل شول. 

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په ټوېټر  د ازاد شوي کسانو انځورنه خپره کړي او ورته  ليکلي دي، "‏د کابل ادارې هغه عسکر چې نن ورځ  کندهار په ولایت کې له بند څخه خوشې شول."

د يادونې ده چې تر اوسه افغان حکومت هم  بګرام له زندانه درې خلې د طالبانو سل - سل بنديان خوشي کړي دي. حکومت وايي چې د عمر، بند مودې او ورغتيايي وضعيت په کتو به نور طالب زندانيان هم خوشي کړي.