کرونا ويروس کابل کې د دويم ډاکټر ژوند هم واخېست 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، د يوسف اريوبي په نوم يو افغان ډاکټر چې په کرونا اخته وو نن ورځ په کابل کې ومړ. د نوموړي همکارانو رسنيو ته ويلي دي چې ياد ډاکټر په کرونا اخته وو. 

افغانستان کې د عامو کسانو ترڅنګ په لسګونه ډاکټران، نرسان او نور روغتياپالان هم په کوېډ-۱۹ اخته شوي دي. تېره اوونۍ د محمد حنيف په نوم د اميري روغتون يو ډاکټر د کرونا له امله مړ شوی وو. 

د هېواد په يو شمېر روغتونونو کې ډاکتران او روغتيا پالان شکايت کوي چې د کرونا ويروس د ناروغانو درملنې پر وخت لازمو وقايي وسايلو ته لاس رسی نه لري.