فراه کې پر ۶۳۲ جریبه ځمکه بڼ جوړيږي 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، د هېواد کرنې او مالدراۍ وزارت د مالوماتو پر اساس فراه ولايت کې په پرمختللو اسانتياوو اووسايلو  سره نېږدې پر ۶۳۲ جریب ځمکه د ميوه لرونکو ونو بڼ جوړيږي. 

پر دغه ۶۳۲ جریبه بڼ کې به ۲۵۵ جریب د انګورو تاکونو، ۲۰۰ جریب  د انارو لپاره او نېږدې  ۱۵۳ جریب برخه کې  به د عنابو ونې کېنول شي. 

دغه بڼ د فراه ولايت په خاک‌ سفید او پشت‌ رود ولسواليو کې  جوړيږي، چې نېږدې ۲۳۹ بڼوالو ته به په کې د کار کولو زمېنه برابره شي.