د غزني نوي امنيه قومندان رسماً دنده پيل کړه 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني  په مشرۍ افغان حکومت مسعود انرابي د غزني ولايت د امنيه قومندان په توګه وټاکل شوی او نن ورځ نوموړي معرفي او په رسمي ډول يې دنده پيل کړه. 

د نوموړي د پېژندلو غونډه کې غزني والي او د دغه ولايت يو شمېر نورو حکومتي کسانو برخه اخېستې وه. نوي امنيه قومندان غزني د امنيت د ټېنګښت ژمنه کړې.

له دې وړاندې افغان مسعود اندرابي د وردګ ميدان ولايت د امنيه قومندان په توګه دنده تر سره کړي.