له کابل نورو ولايتونو او له نورو ولايتونو کابل ته پر تګ - راتګ بنديز ولګېد 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، د هېواد کورنيو چارو زوارت وياند طارق آرين په يو ويډيويي پيغام کې ويلي دي، له کابل نورو ولايتونو او له نورو ولايتونو کابل ته پر تګ - راتګ بنديز ولګېد او پوليس به يې پلی کړی. 

آرين دا هم ويلي دي، چې د کابل ښار دننه به هم پوليس د خلکو د ګڼې - ګوڼې مخه ونېسي او چاته به اجازه ورنه کړي چې بي ځايه ښار کې تګ - راتګ وکړي. 

د يادونې ده چې افغان حکومت تېره ورځ اعلان شوی درې اوونيز ګرځبنديز د دوه اوونيو لپاره نور هم اوږد کړ. پوليس په دې داسې په قرنطين ټېنګار کوي چې په افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۷ ته رسېدلی دی.