سهيل شاهين وايي چې نن به د افغان حکومت شل بنديان خوشي کړي 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي چې نن ورځ د طالبانو له خوا د افغان حکومت شل بنديان د طالبانو له زندان خوشي شي. 

نوموړي پر خپل ټوېټر ليکلي دي، "‏نن به د اسلامي امارت لخوا د کابل ادارې شل تنه بندیان له زندان څخه خوشې او د کندهار په ولایت کې د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي."

د يادونې ده چې افغان حکومت تر اوسه درې سوه طالب بنيدان له بند ازاد کړي دي. افغان حکومت وايي چې ازاد شوي طالب بنديان يې د عمر، بند مودې او روغتيايي وضعيت ته په کتو خوشي کړي دي او دا لړۍ به دوام پيدا کړي.