د کوېډ-۱۹ لپاره به واکسين کله جوړ شي؟ 

د ۲۰۱۹ کال په وروستيو مياشتو کې له چينه د کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ په نوم يوه وژونکې ناروغي خپره شوه، چې اوس مهال د نړۍ ۱۸۴ هېوادونو ته رسېدلې ده. کوېډ-۱۹ ګرده نړۍ کې ۱،۷ مېلېون کسان نېولي دي او له يو لک ډېر نور يې وژلي دي. 

په روانه ۲۱مه پيړۍ کې چې نړۍ د پرمختګ او ټېکنالوژۍ اوج ته رسېدلې ده، خو تر اوسه ساينس پوهان او روغتياپالان په دې نه دي توانېدلي، چې دغه ويروس لپاره واکسين او يا هم درمل رامنځ ته کړي. د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې ساينس پوهان او روغتياپالان په بېړه کار کوي، چې د کوېډ-۱۹ پر وړاندې مبارزه کې مخکښ شي او واکسين يې رامنځ ته کړي. 

ډاکټر اوفر لوی د باستون ماشومانو روغتون کې هغه ډاکټر دی، چې د خپل ژوند يوه برخه کې يې د کرونا ويروس ضد واکسين لپاره ځانګړې ده. دغه ډاکټر وايي چې د نړۍ لابراتورونو ترمنځ په دې سيالي نه ده روانه چې هر څوګ يو ځانګړی واکسين جوړ کړي، بلکې ګډې هڅې دا دي چې د يوې موخې لپاره واکسين رامنځ ته شي. ډاکټر اوفر لوی وايي چې شوې هڅو او تجربو ته په کتو داسې ښکاري چې د کرونا لپاره واکسين ښايي له ۵ بيا تر لسو کالونو وخت ونېسي. 

ډاکټر زياتوي، چې نړۍ کې لومړی واکسين په ۱۸۰۰ کال کې جوړ شوی او د ننکيو يا smallpox وو. وروسته له هغې د بيلا بيلو ناروغيو او ويروسونو لپاره واکسينونه رامنځ ته شول، خو هيله لرو چې  د کوېډ-۱۹ وژنکې ناروغۍ لپاره به  هم واکسين او هم درمل جوړ کړای شو. 
د متحدو ايالتو تاکزاس ايالت د ماشومانو يو روغتون کې د واکسين برخې يوه  پروفيسوره ډاکټره ماریا النا بوتاززي وايي، چې ساينس پوهان په ۲۰۰۰ کال وتوانېدل چې کرونا ويروس ته ورته د SARS ويروس لپاره واکسين جوړ کړي او هڅې مو ګړندۍ کړې دي، چې په نېږدې وخت کې کوېډ-۱۹ لپاره هم واکسين جوړ شي. دغه ډاکټر وايي چې کرونا ويروس د کوچينو تاجونو په وسيله د انسان وجود حجرو ته دننه کيږي او مخنيوی يې پيچلي پروسه ده، خو هڅه دا ده چې د وجود لپاره داسې واکسين جوړ شي، ترڅو وجود ته د کرونا ويروس په داخلېدو سره هغه ونه شي کولی د حجرو غشاء ماته نه کړي او دننه شي.