
روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، د امريکا متحدايالت نړۍ کې هغه هېواد شو، چې د کرونا ويروس له امله يې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو ډېر وګړي مړه شوي دي.
د تېرې ورځې د شمېرو پر اساس امريکا کې شل زره او ۵۰۶ کسان کرونا مړه کړي دي. له دې وړاندې د مړينې لومړه شمېره په ايټاليا کې وه چې ۱۹ زره پورته وه.
که څه هم امريکا د روغتيا، اقتصاد او عامه پوهاوي په برخه کې پرمختللی هېواد دی او وګړي يې له بيلا بيلو اسانتياوو برخمن دي، خو د نړۍ بل هر هې،اد پر پتله د ککړو کسانو او مړو شمېرې په کې لوړې دي.