په میدان وردګو ولایت کې (۲۰۰) کډوالو او بیرته راستنیدونکو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

 دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې ددې ولایت  (۲۰۰) کډوالو او بیرته راستنیدونکو کورنیو ته دملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(UNHCR) لخوا ژمنۍ مرستې ددې ولایت والي محمد حلیم فدایي،دولایتي شورا غړو او دکډوالو دچارو د ادارې مسولینوو لخوا وويشل شوې.
  ددې ولایت دکډوالو دچارو  ریس محمد شفیق دقیق دمعلوماتو له مخې نوموړي ۲۰۰ کډوالي  کورنۍ په هېواد دننه او هم د ګاونډیو هېوادونو څخه دلته را کډه شوې وې چې د ګومارل شوې پلاوې دراپور ورسته مستحقې بلل شوې وي، دپلاوې د راپور له مخې  ۱۰۰ کورنۍ په مرکز میدانښار او ۱۰۰ کورنۍ په دایمیردادو ولسوالۍ کې استوګنه کوي چې د ژوند دبېلابېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. نن ورته(۱۲) ډوله ژمني توکي لکه سکاره،کمپلې،پټوګان،جرابې،ترپالونه،موزې،واسکټونه او دا ډول نور ضروري توکي ورته وويشل شول .