سوداګرۍ خونه: بازارونو کې به د خوراکي توکو بيي ارزانې شي 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د وري)، د پانګونې او سوداګرۍ ادارې يو غړی خان جان الکوزی وايي چې پاکستان هلته د بند پاتې مالونو لپاره د تورخم او سپين بولدک دروازې پرانېستې دي، چې په را رسېدو به يې بيې را ټېټې شي. 

د خان جان الکوزي په وينا چې څو ورځې وروسته به دغه زرګونه ټنه خوراکي او نور لومړي توکي د هېواد بازارونو ته ورسيږي، چې په پايله کې به يې بيې ارزانې شي. 

د کرونا ويروس په خپرېدو سره پاکستان تورخم او سپين بودلک دروازې وتړلې، چې له امله يې په زرګونه ټنه خوراکي مواد د کرښې هغه خوا بند پاتې شول. 

افغانستان کې د خوراکي مواد بيې لوړې شوې دي او افغان چارواکي هيله لري چې د دغه خوراکي موادو په را رسېدو سره به يې بيې د تمې وړ را کمې شي.