روهي (نۍ/۲۳ د وري)، د ولسمشر د عامه او استراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر وايي چې د يو شمېر سياسي اختلافونو لپاره يې له عبدالله عبدالله سره يې خبرې روانې دي ترڅو يوې هوکړې ته سره ورسيږو او په همدې پار تر يوې مودې پر دولتي څوکيو نوې ټاکنې ځنډېدلې دي.
نوموړي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "خبري دوام لري کيدای شي یو څه نور وخت هم ونیسي، ځکه هغه پنځه ورځې چې له دې وړاندې ټاکل شوې د اوس لپاره دا وخت غځېدلی دی هر کله چې خبرو یوه پایله پیدا کړه طبیعي ده چې اعلان به شي."
د يادونې ده چې تېره اوونۍ ولسمشرۍ ماڼۍ د پنځو ورځو لپاره د هېواد د يو شمېر سياسيونو په غوښتنه د نوې ګمارنو بهير وځنډولو، خو څلور ورځې وروسته يې فضل محمود فضلي د چارو ادارې د لوی رئيس په توګه مقرر کړ.
وروستي