د عبدالله عبدالله ډله: ولسمشرۍ ماڼۍ هڅې کوي چې د ثبات او همپالنې ډله کې درز پيدا کړي 

روهي (نۍ/۲۳ د وري)، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې ولسمشرۍ ماڼۍ هڅه کوي، چې د دغه ډلې مخکښ غړي سره ووېشي او په جلا - جلا ‌ډول ور سره خبرې وکړي. 

د امید میثم په نوم د عبدالله عبدالله يو وياند ويلي دي چې ولسمشرۍ ماڼۍ د جهادي څېرو او په ځانګړي ډول د ثبات او همپالنې ډلې د مخکښو په پاشلو اخته ده خو دا هڅې يې بې پايلې دي او د عبدالله عبدالله ټيم سره يو  او غښتلی دی. 

خو ولسمشرۍ مانۍ بيا د عبدالله عبدالله ډلې دغه ادعاوې ردوي او زياتوي چې ولسمشر غني يوازې له ځينو مخښکو څېرو سره د هېواد د ځينو ستونزو لپاره خبرې - اترې کړې دي. 

د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مینه پال رسنيو ته ويلي دي چې افغان حکومت هېڅکله د سياسيونو ترمنځ د وېشلو هڅې نه دي کړي خو د هېواد د سیاسي وضعيت په اړه د هېواد يو شمېر سياسي څېرو سره خبرې اترې شوې دي.