تقریباً له پینځو میاشتو راهیسې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی او د نړۍ ټول هیوادونه یې له لوی انساني ناورین سره مخ کړي دي.
له انساني تلفاتو ورها خوا د کرونا ویروس د خپریدا له امله په اکثرو هیوادونو کې عمومې قرنطین اعلان شوی او خلک کورونو څخه د وتلو راتګ اجازه نه لري، همدارنګه سوداګري، عام المنفعه خدمات، ترانسپورت او نوري ټولې چارې یا کمې شوي او یا په ټپه دریدلې دي.
هغه هیوادونه چې په ځان بسیا دي او اقتصاد یي پیاوړی دی په دې ډول بیړنیو حالاتو کې خپلو خلکو ته هر ډول امکانات برابرولی او رسولی شې او وګړي یې ډیر کم له سختیو سره مخ کیږي، اما افغانستان غوندي یو هیواد چې اکثریت خلک یې تر فقر لاندي ژوند کوي او په ورځني عاید خپل ژوند چلوي په دا ډول بحراني شرایطو کې خپل عاید له لاسه ورکوي او نه شي کولای د خپلی کورنۍ نفقه برابره کړي.
افغانستان کې هم چې د کرونا ویروس په ډیري چټکي سره د خپریدا په حال کې دی او په اکثرو ولایتونو کې قرنطین لګو شوی دی، نو ډیری خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دا حال ورځ تر بلی د بدتریدو خواته روان دی.
څه موده مخکې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پیښې ثبت شوی او آوازې شوې چې شاید مواصلاتي لارې بندې او قرنطین شي نو خلک له دی ویرې چې وږي پاتې نه شي د خوراکي توکو د رانیولو په لټه کې شول.
افغانستان کې تجاران او دوکانداران دومره دې وضعیت ته خوشاله ول لکه ماشومان چې اختر ته خوشحالیږي، د هر توکي بیه یې دوه چنده لوړه کړه، ډیرو دوکاندارانو خوارکي توکي ذخیره کړل او اوس یې هم شاید په ګدامونو کې په ټونونو خوارکي توکي په دې هیله ساتلي وي چې کاشکې قیمتي شي او بیا یې په خپلو مظلومو خلکو په دوه چنده لوړ قیمت وپلوري.
او خلک هم له دې ویرې چې وږي پاتې نه شي بازارونو ته یې مخه کړه او تر خپلې وسې یې د ضرورت وړ توکي واخستل، که څه هم حکومت په ځینو سیمو کې په دې کړنې دوکانداران جریمه او بندي کړل خو دا چاره اوس هم دوام لري.
همدارنګه لیمو، ماسک، صابون، مایع او د لاسونو ضد عفونې کوونکې مایع چې ډاکتران یې د یاد مرض د وقایې لپاره خلکو ته توصیه کوي، په ډیر لوړ قیمت په بازار کې پلورل کیږي.
اما دلته په فرانسې او اکثرو اروپایي هیوادونو کې کله چې د کرونا ویروس خپور شوی، سخت قرنطین لګیدلی او یاد ویروس لا هم په چټکۍ سره روان دی او د مړینو شمیر لا هم پکې ډیر زیات دی اما بیا هم هیڅوخت د خوراکي توکو قیمت نه دی لوړ شوی، په ځینو ځایونو کې تحفیف هم ورکړل شوی او سربیره پر دی په ځینو ځایونو کې خلکو ته سبزیجات په وړیا ډول هم ویشل کیږي. دلته خلک او دولت په سختو حالاتو د یو بل لاسنیوی کوي، په ګډه کار کوي او نه پریږدي چې په داسې سخت وضعیت کې یې هیوادوال د راغلې وبا تر څنګ له لوږي وکړیږي.
خو پوښتنه دا ده چې ولې افغانان په سختو حالاتو کې د خپلو هیوادوالو لاس نیوی نه کوي؟ بدبختانه دا زموږ په ټولنه کې یو تریخ حقیقت دی چې په سختو حالاتو کې خلک هیڅکله د یو بل لاسنیوی نه کوي او تل په دې لټه کې وي چې دوی ته موقع په لاس ورشي او ډیرې پیسې تر لاسه کړي، خو د اسلام په سپيڅلي دین کې عدالت، انصاف ، بې وزلو سره مرسته کول د نیکو اوصافو له جملې څخه شمیرل کیږي او موږ ټول مکلف یو چې انصاف ولرو او له اړمنو سره مرستې جاري وساتو.
موږ کولای شو په داسې حالاتو کې یو بل ته د همکارۍ لاس ورکړو، تر خپله وسه بې وزلو هیوادوالو سره همدردي وکړو، که مو مرسته له لاسه نه کیږي نو حد اقل دومره خو کولای شو چې خوراکي توکي په ارزانه بیه وپلورو، په داسې سختو شرایطو کې باید لږ له خپلې ګټې نه تیر شو او د هغو بې وزلو له زړونو خبر شوو چې د سبا او بیګاه یوه مړۍ وچه ډوډۍ په ډیرې سختی لاس ته راوړي او که بیا موږ د دې غریبو جیب ته سترګې وږې کړي يي او غواړو له دې لارې پیسې تر لاسه کړو بیا مو انسانیت تر پښو لاندې کړی او ظالمان یو.
وروستي