د روسيې غوښتنه: افغانستان کې دې ټول - شموله حکومت جوړ شي 

روهي (نۍ/۲۳ د وري)، د روسيې بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې د افغان سياسي مشرانو ترمنځ د ټاکنو پايلو په اړه راپورته شوي سياسي کړکېچ په اړه اندېښنه ښوودلې ده. 

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماریا زخاروا ويلي دي چې افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ د جګړې د دوام سبب شوی دی او افغان مشرانو ته په کار ده، چې يو ټول - شموله حکومت جوړ کړي. 

ماریا زخاروا ويلي دي چې د طالب بنديانو خوشي کېدل يوه بله مساله ده، چې د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو د ځنډ لامل شوی دی.