
روهي (نۍ/۲۳ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې تازه ۳۴ نوې پېښې هېواد کې ثبت شوې دي، چې په دې سره افغانستان کې د کرونا ويروس د ککړو شمېر ټول ـ ټال ۵۵۵ ته ورسېدې.
افغانستان کې تر اوسه ۱۶ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او ۳۲ نور کسان له درملنې وروسته رغېدلي دي.
نړۍ کې بيا په کوېډ-۱۹ د ککړو کسانو شمېر ۱،۷ مېلېونه، د مړو شمېر يو لک او دوره زرو ته رسېدلی دی او څه د پاسه درې لکه کسان ترې جوړ شوي دي.