نوې ټاکنې؛ کابل او غزني ولايتونو  امنيه قومندانان وټاکل شو 

روهي (نۍ/۲۳ د وري)، مل پاسوال  کامبیز یما  د کابل امنيه قومندان او همدا ډول مل پاسوال خلیل اندرابي د غزني ولايت د امنيه قومندان ټاکل شوی دی. 

ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته له هغې بيا پر دولتي څوکيو ټاکنې پيل کړې دي، چې د سياسي کړکېچ د حل لپاره ورکړی شوی پنځه ورځنی فرصت تېره ورځ پای ته ورسېد. 

د حامد کرزي، عبدالرب رسول سياف او يو شمېر نورو سياسيونو هڅو سره - سره تر اوسه ولسمشر غني او پخوانی اجرائيه عبدالله عبدالله سياسي هوکړې ته سره نه دي رسېدلي.