سکاټ مېلر دوحې  ته تللی او طالب سياسي استازو سره يې کتلي 

روهي (نۍ/۲۳ د وري)، افغانستان کې د ناټو او امريکايي خواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر دوحې ته تللی او هلته يې د طالبانو سياسي دفتر استازو سره لېدنه او خبرې کړې دي. 

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند سني لیګت رسنيو ته د دغه لېدنې د تائيد ترڅنګ ويلي دي، چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي د کمولو او د شوې هوکړې په نورو مسايلو خبرې شوې دي. 

قطر کې د طالبانو دفتر وياند سهيل شاهين په ټوېټر د يادې لېدنې پخلی او ليکي يې دي، "‏تیرماښام د سیاسي دفتر دهئیت او جنرال میلر ترمشری لاندې د هئیت  ترمینځ د توافقنامې دتطبیق او په دې برخه کې د شویو سرغړونو په اړه تفصیلي ناسته وشوه.

په ناسته کې په هغو بریدونو او چاپو هم جدي خبرې وشوې چې په غیرجنګي سیمو کې ترسره شوې او د مخنیوي غوښتنه يې وشوه."