امريکا عراق کې د حزب الله قومندان (شیخ محمد الکوثراني) پر سر لس مېلېونه ډالر جايزه ټاکلي 

روهي (نۍ/۲۳ د وري)، امريکا متحدو ايالتو حکومت عراق کې د حزب الله د وسله والو مشر او پوځي قومندان شیخ محمد الکوثراني په اړه د مالوماتو ورکړې پر وخت کې لس مېلېونه امريکايي ډالر جايزه ټاکلې ده. 

د امريکا حکومت شیخ محمد الکوثراني تورنوي چې د عراق حکومت د کنټرول په بهر سيمو کې د ايران په ملاتړ چاودونو، بريدونو او د بهرنيو هېوادونو ډپلماټانو په وژل کې لاس لري. 

۲۰۱۳ کال کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت  شیخ محمد الکوثراني چې د لبنان حزب ډلې سره تړلی دی، د نړيوال ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ او هغه يې عراق او د منځني ختيځ يو شمېر نورو هېوادونو کې وسله والو ته د مالي ملاتړ په ورکولو تورن کړی دی. 

عراقي چارواکي هم وايي چې  شیخ محمد الکوثراني د ايران سپاه پاسدران، قدس څانګې د وژل شوي مشر قاسم سليماني سره نېږدې اړيکې درلودلې او د باور وړ کس يې وو.