قطر کې طالب پلاوي او امريکايانو د سولې هوکړې په اړه خبرې کړې دي

روهي (نۍ/۲۳ د وري)، له تېرو څو اوونيو د امريکا او افغان ودلت له خوا طالبان، او د طالبانو له خوا امريکا او افغان دولت په دې تورنيږي چې د دوحه کې د امريکا - طالبانو د شوې هوکړې سرغړونه کوي او په بشپړ ډول يې نه پلې کوي. 

قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په دې اړه په ټوېټر ليکلي دي، "‏تیرماښام د سیاسي دفتر دهئیت او جنرال میلر ترمشری لاندې د هئیت  ترمینځ د توافقنامې دتطبیق او په دې برخه کې د شویو سرغړونو په اړه تفصیلي ناسته وشوه.
په ناسته کې په هغو بریدونو او چاپو هم جدي خبرې وشوې چې په غیرجنګي سیمو کې ترسره شوې او د مخنیوي غوښتنه يې وشوه." 

دا په داسې حال کې ده د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون وروسته د افغان حکومت له خوا د پنځه زره طالب جنګياليو د خوشي کېدو موضوع يوه جنجالي موضوع جوړه شوې ده.