خلجیان پښتانه وه

سریزه
 
د افغانستان د تاریخ په اسلامي دوره کي پښتنو څو ځله پر هند واکمني کړې ده. د پښتنو هغه اقوامو چي په افغانستان او هند کي حکومت کړئ دئ عبارت دي له، ابدالیان، غوریان،هوتکیان،لودیان او خلجیان يا غلځیانو څخه او همداسي يې د نورو سلطنتو په جوړولو کي هم خاص رول ادا کړئ دئ. لکه د بابر، غزنویانو او مملوکو ترکانو چي د غوري دربار غلامان وه او د سلطان شهاب الدین په مټ نیول سوئ مفت تخت يې په هند کي و لاس ته ورغئ. د بابره سره ډېری سوریان او لودیان د خپلو تربرو په خلاف وجنګېدل او د لویانو حکومت ته یې په هند کي خاتمه ورکړه. د غزنویانو سره هم د غزني،پکتیا، پکتیکا، زابل او د غور بعضي پښتانه ورسره وه. دغزنویانو سره اکثره جنګیالي پښتانه وه او د دوي سره يې ډېري سمیمي اړیکي درلودې. د هغې دلیل دا وو چي د محمود غزنوي مور د زابل د غلځي پښتنو څخه وه نو د زابل،ګردیز، پکتیا.پکتیکا او غزني غلځیان د محمود غزنوي ماما خېل کېدل.
 
د دې مقالې بحث پر خلجیانو او غلځیانو باندي دئ. په هغه زمانه کي چي به چا پر هند باندي حمله وکړه اول خو به یې د هند د بت پرستو پر ضد د اسلامي جذبې پر بنسټ جهاد کاوه. او حکومت به يې هم تر ډېره بریده پر اسلامي منشاَ باندي مبني و. ډېر لږ به داسي پېښېدل چي څوک دي پر قومي بنیاد باندي یو حکومت ودروي. د خلجیانو سلطنت هم داغسي و. کله چي د هند او خراسان پر مځکه دوي ته چا د غرزي يا غلځي پر ځای خلجي ویل دوي به باک نه په کاوه خو په مرور د زمان بعضي موریخینو د مطلقي اشتباه له مخي دا دوه قبایل بېل وبلل. د دې خالیګاه څخه د شلمي پېړۍ نشنلسټانو د پښتنو د افتخاراتو د محوه کولو په موخه خپل نهایي کوښښ وکړ خو بیا هم د همیشه په ډول د استدلال او اسنادو په مقابل کي يې ماته وخوړل.
 
د غلځي  کلمه فارسیانو او هندیانو د خپلي ژبي د الفبا د کمبود له وجي په خلجي اړولې ده. که موږ د نن ورځي هندیان وګورو دوی د«ز» کلمه په«ج» تلفظوي لکه «زمانې» ته چي «جمانه» وايي او «زبردست» ته «جبردست» وايي په همدا شان په فارسي ژبې کي هم دا تغیرات ډېر سته چي د پښتو «ځ» دي په فارسي کي په «ج» اوښتئ وي. لکه جنګل،ځنګل جای،ځای جاجي،ځاځي جليبی، ځلیبئ او داسي نور په پېخر بېلګي سته چي دا ثابتوي چي دا تغیر د ژبني تغیراتو پر اساس سوئ دئ. د «غ»  تورئ د ډېر ثقلت له وجي په «خ» اوښتئ دئ او د «ځ» یا «ز» تورئ د فونولوژیکي قوانینو پر اساس په «ج» اوښتئ دئ.
 
په دې مقالې کي به ډېر داسي نور حقايق، اسناد او مدارک وړاندي کړم چي و لوستونکو ته د خلجیانو د پښتونولئ په باب نور هيڅ شک او تردید پاته نه سي. او په اکاډميکو ایتنیکي مباحثو کي دا اسناد او دلالیل د دوي په ښه ورسي.
 
د غلځیانو روایتي شجره:
کله چي موږ د افغانستان او د هند د تاریخ په اړه بحث کوو. او بعضي تاریخونه لټوو نو ډېري داسي خبري د دې واکمنانو او قبایلو زموږ و مخي ته راځي چي هیڅ منطقي اړخ نه لري. يو د هغو څخه د خلجیانو(غلځیانو) ترکان بلل دي. په داسي حال کي چي غلځیان د پښتنو د لویو قبایلو څخه دئ چي د افغانستان په ټولو ولایتونو کي او خصوصا په زابل،کندهار، پکتیا،پکتیکا،غزني یا هلمند او د پاکستان په مختلفو ښارونو کي مېشت دي. او د تاریخي لحاظه يې هم داغه ټاټوبئ و.
 
 د خلجیانو یا غلځیانو په اړه یو افسانوي اند چي تر دېره حده د پښتنو له خوا منل سوئ دئ. وايي، کله چي د حجاج بن یوسف ثقفي  ولید بن مروان د خلافت د وخت  سپه سالار د یرغلو له امله په غور کي ګډوډی راغئ. یو ځوان د حسین په نامه د غور پر پرېښولو مجبوره سو. خلګو د ده شجره د غور حاکم سلطان بهرام ته رسولې ده. وايې کله چي دی د غور څخه ولاړئ د کسي و غرونو ته هلته يې و بېټ نیکه ته پناه وروړه چي بېټ نیکه هم د ده سره د زوی چلند وکړ خو یو څو مودې پس د ده د بېټ نیکه د لور «بي بي متو» سره مینه پيدا سوه. کله چي د بي بي متو مور په هر څه خبره سوه و بېټ نیکه ته چي یو مخور او نېک پښتون وو احوال ورکړ. بېټ نیکه د دې تصمیم ونیو چي د حسین د نسل او نسب پته ولګوي نو په دې پار يې د «کاغ دوړ» په نامه یو سړی و غور ته ولېږئ. کاغ دوړ د ډېر تحقیق وروسته د ښه خبر سره راستون سو. او و بېټ نیکه ته يې د حسین د نسب احوال  راوړ او بېټ نیکه يې د ده په شاهزاده توب خبر کړ. نو د دوی د نکاح د تړولو وروسته کله چي خدای و دوي ته زوی ورکړ  بېټ نیکه د دې له امله چي د ده د لور او د زوم مینه په پټه او په غلا شروع سوې وه نو خپل و لمسي ته يې د (غلزوی) نوم ورکړ چي په مرور د زمان په غلځي باندي واوښتئ. (هوتک:۱۳۹۰، ۷۲)
 
دا افسانه په مخزن افغاني کي پیل سوې او تر اوسه یې منونکي ډېر دي. بلکي تاریخ ساطاني خو و دې افسانوی او خیالي داستان ته نېته هم ایښې ده او دا يې په پنځه سوه هجري کي بللې ده. حسین يې د شهزاده سام غوري زوی بللی دئ او د غور څخه يې د هغه د وتلو علت  پر غور باندي د غزنوي لښکر حمله ګڼله.
 
د دې افسانوي تیورۍ د ردولو په پار لاندي دلایل په لنډه توګه راوړو:
اول: د غوري واکمنانو په نوملړ کي د سلطان بهرام به نامه څوک زموږ و مخي ته نه راځي کېدای سي په مخزن االافغاني کي د غزني سلطان بهرام شاه بنی مسعود ته د غوري لقب ورکړل سوئ وي. (هوتک:۱۳۹۰، ۷۲)  
 
  دوهم: مخزن افغاني خو د متو بي بي او حسین د ژوندانه نېټه نه را ښيی خو په تاریخ سلطاني کي دا پېښه په پنځمه هجري پېړۍ کي سوې ده. په داسي حال کي چي عبدالملک بن مروان په «۹۶ ه ق» کي مړ دئ.  نو په دې حساب سره د حسین د غور څخه د راوتلو او د بي بي متو سره د نکاح تر مینځ ۳۵۰ درې نیم سوه کاله  فاصله ده. او د داغه روایت پر بنیاد بي بي متو د قیس لمسۍ وه. قیص پر ۴۱ق کي وفات سوئ دئ. نو په دې سره د قیص او د ده د لمسۍ تر مینځ ۴۵۰ کاله فاصله ده.
 
(هوتک:۱۳۹۰، ۷۳)
درېيم: پورته تیوري چی په  پښتنو کي مروجه سوې ده هیڅ کوم تاریخي، علمي او منطقي پوخ بنسټ نه لري. اوله خبره دا ده چي که موږ د بېټ نیکه د پښتونولۍ او بزرګۍ دعوه کوو. نو دا کوم عقل او منطق مني چي یو سړي دي و ده ته پناه راوړې وي او هغه دي د ده د کور پر عزت سترګي وګنډي او دومره یو معتبره شخص دي هم بې له چون او چرا څخه خپله لور هغه ته ور په نکاح کړي. د پښتنو په کلتور او دود کي دا تر ناشوني هم ناشونې ده!
 
څلورم: پورته د کاغ «دوړ» ذکر سوئ وو چي و بېټ نیکه ته يې احوال راوړ. که کاغ «دوړ» وي نو د ده نیکو باید تر بېټ د مخه ژوند کړئ وي. حال دا چي د روایتي شجرو  پر اساس  دوړ په شیتک کي شامل دي.نوري څانګي يې تڼي او بنوڅي دي. شیتک د ککي زوي، هغه د کرلاڼ زوي او هغه د بېټ سره په یوه لیکه کي راغلئ شخص دئ. د پورتنی روایت د مخي لمسي تر نیکه د مخه ژوند کاوه.
 
غلځي څوک دي؟
از نظر علم اتیمولوجی ( Etymology) یا ریشه یابی کلمات میتوان گفت که کلمهٔ غلجی از غر-زئ اشتقاق یافته که به معنی پسر کوهستان است. غلجی ها، که بنامهای غلزائی، غلزئ و غرزئ هم مشهور هستند، یک مجموعهٔ بزرگ قبایل قوم پشتون را تشکیل میدهند که مجموع نفوس آنها حد اقل امروز در افغانستان، مأورأی خط دیورند و دور دنیا به بیش از ۳۵ ملیون نفر تخمین میگردد. اقوام غلزائی اکثرأ در مناطق قبایلی آزاد مأورای خط دیورند و ایالت خیبر پختونخوا و در داخل افغانستان در ولایات مشرقی (ننگرهار، لغمان، کنرها، نورستان) و جنوبی (لوگر، وردگ، پکتیا، خوست، پکتیکا) زندگی میکنند. اکثریت اقوام کوچی افغانستان مربوط به قوم غلزایی میباشند. از شاخه های معروف غلجاییها میتوان اقوام هوتکی، تره کی، منگل، جاجی، وزیری، محسود، خوگیانی، شینوار و غیره را نام گرفت. غلجاییها در دورانها مختلف بر سرزمینهای افغانستان حکمروایی کردندو از یکهزار میلادی تا سال 1747 که قدرت به درانی ها انتقال یافت با نفوذ ترین مجموعهٔ قبائل پشتونرا تشکیل میدادند. از سال 1709م تا سال 1738م غلزاییها امپراطوری هوتکی را تشکیل دادند که اول از قندهار و متعاقبأ از اصفهان در فارس و دوباره از قندهار حکومت کردند. آزاد خان غلزائی بعد از نادر افشار مدتی بالای آذربایجان ایران حکومت نمود. (خالدي:۲۰۱۹،۳)
 
د پښتنو په روایتي شجرو کی کوښښ سوئ دئ چي هره پښتنه قبیله په يوې ريښې یا یوه پلار پسی وتړي چي دا کار په داسي غټو قبایلو کي لکه، ابدالي، الکوزي، اسحق زي، خټک، یوسفزي، آفریدي، غلځي او داسي نورو غټو قبایلو چي په میلینو وګړي لري،لپاره د عقل څخه لیري خبره ده. د دې اقوامو پخواني نومونه چي بیا د اسلام د راتګ وروسته یا دوی خپله لږ او ډېر تغیر کړه او یا عربو او فارسیانو په مغیره شکل سره په مختلفو تواریخو کي د دوی نومونه ونومول. د دې قبایلو پخواني یعني د اسلام د مخه نومونه په دا شان وه. ابدالیان«هپتلیان» الکوزي«ارکوزي» اسحق زي یا ساګزي «ساک یا ساکان» غلځي «غرزي او یا هم په فارسي کي کهزاد» آفریدي «اپاهاري یا پهاړي چي د غره د اوسېدونکو معنی لري» به نامه یادېدل چي د تاریخ به مختلفو مقاطعو کي دا قبایل د نامه په لږ تغیر سره یاد سوي دي.
 
دلته موږ د پښتنو د ډېري تاریخي او لویي قبیلې یعني غلځیانو په اړه بحث کوو. موږ به اول د دې ستري قبیلې ثابت تاریخ او د اوسېدو ځای د تاريخي اسنادو پر بنیاد وڅېړو. دلته د شهنامې د اثر یوه بېلکه په دې موخه راوړو.
 
چنین ګفت دهقان دانش پژوه
مر این داستان راز پیشین ګروه
که نزدیک زابل به سه روزه راه
به یک سوی او دشت خرګاه بود
دګر دشت، زی هندوان راه بود
نشسته در آن دشت بسیار کوچ
زاوغان و لاچین و کرد بلوچ
یکی قلعه بالای آن کوه بود
که حصن و از مردم انبوه بود
مر آن حصن را نام مر باد بود
ازو جان نابخردان شاد بود
بدژ دریکي بدکنش جای داشت
که در رزم با اژدها پای داشت
نژادش زاوغان سپاهش هزار
همه ناوک انداز و ژوبین ګزار
به بالا بلند و به پیکر ستبر
به حمله چو شیر و به پییکار ببر
دورانش بمانند ران پیل
ګه رزم جوشان تر از رود نیل
به نیرو جدا کردی از کوه کمر
ګریزان ز رزمش بدی شیر نر
چو پیکار جستي زمردان مرد
زمردان به اوردی ازګرزګرد
ورا نام بودی کک کهزاد
بګیتي بسې رزم بودش به یاد
هزار و صد هژده اش سال بود
بسی بیم ازو در دل زال بود
(کهزاد:۱۳۵۵ش،۲۸۶-۲۸۹)
دلته د کک(کهزاد) یادونه سوې ده چي یو ډېر پیاوړئ او غښتلئ مشر وو او دی د هغه زمانې د مشهورو پښتنو څخه وو. د ده د کهزاد لقب چي غالبآ د نورو خلګو لخوا و ده ته ورکړل سوئ وو کټ مټ د(غرزی) یا هغه څوک چي د غره څخه وي، په معنی ده. او د ده سره نور پښتانه ملګري هم وه چي په داغه غرو کي يې د ده د سلطې لاندي ژوند کاوه او اکثرو يې د ده لپاره توره چلول چي هغو هم کهزادان یا غرزیان (غلځیان) وه.
 
د ارواښاد کهزاد په اند د (مرباد) غر په فراه کي موقیعت لري. دی د دغه نیم بیتۍ څخه دا استنباط کوي (که نزدیک زابل به سه روزه راه) دی داسي فکر کوي چي د زابل نوم په پراخ مفهوم کارېدلئ دئ او د کندهار، هلمند اروزګان دا ټولي سیمي پکښې دي. ښاغلئ کهزاد داسي وايي: (دشت خرګاه عبارت از زمین پهناوریست که علی العموم کوچی ها در آن مستقر بودند و خیمه ها و غژدی ها و خرګاهای خود را در آن بهن دشت بر با مینمودند).  (کهزاد:۱۳۵۵ش،۲۹۰)
 
د دشت خرګاه مفهوم دا موږ ته را ښيی چي د کک کهزاد ټاټوبئ او د ده تر ولکې لاندي سیمي د فراه څخه تر غزني پوري وې او د ده د قبیلې خلګ هم په پورته حماسي شعر کي اوغانان (افغانان) یاد سوي دي. چي په غالبه ګمان هغوی هم د کهزاد د قبېلې وه. که څه هم د ده د پښتونولۍ اثبات په پورته ابیاتو کي وسو خو بیا هم دا لاندي حماسي بیتونه د ده په اړه زموږ استدلال لا پیاوړئ کوي.
 
کک کهزاد اژدهای نر است
زګرشسپ و ارسام جنګي تر است
نژداش ز افغان سپاهش بلوچ
ابر دشت خرګاه بګزیده کوچ
دګر آنکه در کوه با ان دلیر
هزاران جنګی همه همچو شیر
به مردی فزونند هر یر یک زکک
بود کک زپیکار ایشان سبک
هزاران سواران افغان ګروه
زلاچین دلیران ابر مرد کوه
(کهزاد:۱۳۵۵ش،۳۱۱)
دا پورته حماسي شعر ټوله ابهامات د خلجیانو(غلځیانو) په اړه لري کوي کوم چي مختلفو خلګو کړي دي. چي ګواکي خلجیان د ترکانو یا مغلانو د نسل څخه دي او دا ترکان وه چي پر هند يې د يوې مودې لپاره حکومت وکړ. پورته بیتونه کک کهزاد سره د ده د هغه لښکر ذکر سوئ چي په دلاورئ کي يې سارئ نسته او په قوم هم افغانان(پښتانه) دي. نو د دې څخه داسي ایسي چي تر اسلام د مخه هم د غلځیانو یا خلجیانو په زرهاو کورنۍ د زابل او غزني په غرونو کي مېشته وه. د کومه ځایه چي سلطان جلال الدین خلجي د بغاوت اعلان وکړ. او د هند دنیولو په تکل کي سو او د داغه ځایه د غلځي پښتنو د لښکره سره يې په هند کي د مملوکو ترکانو حکومت ته د پای ټکئ کښېښاوه او د هند په تاریخ کي يې د پښتنو یوه بله تخت نشیني ثبت کړه.
 
نو د دې خبرو څخه دا بربنډه سوه چي د غلځیانو د قبیلې زړښت تر اسلامي تاریخ اوړي او د دوي د هستوګني مناطق تر ډېره حده هغه ځایونه دي په کمو ځاینو کي چي دوي نن مېشت دي او د داغه ځایه يې د غزنویانو او غوریانو سره یو ځای د هند په غزاو کي ملګرتیا کړې ده او په هند کي يې د اسلام د خپرېدو په پار توره چلوله تر څو چي يې خپله په هند کي د پښتنو حکومت قایم کړ او د پښتنو تاریخ يې په خپلو ویاړلو کارنامو سره نور هم  بډای کړ.
 
د خلجیانو په اړه بې بنسټه ادعاوي:
 بعضی مورخان خلجیان په ترکانو پسي تړي او وايي دا هغه ترکان وه چي رسم او رواج یې د پښتنو په شان و. دلته یو ډېر مهم سوال پیدا کيږي چي که دوی ترکان وه نو ولي یوازي دوي خپل رسم او رواج واړاوه او د غزني او نورو ترکانو چي په افغانستان کي يې د دېره وخته استوګنه کوله هغو خپل رسم او رواج وا نه اړاوه. بعضي تاریخ لیکونکي وايي چي په دغه ډله خلجیانو کي چي پر هند يې راج کاوه بعضو و خپلو ځانو ته «ترکی» ویل. دا یوه اسانه خبره ده چي دوي و ځان ته ډېره مشکله کړې ده. د «تره کي» د (ت) په فتحه په نامه د غلځو يوه لویه پښه په افغانستان او پاکستان کي مېشت ده. دا یوه ډېره لویه او مشهوره او زړه قبیله ده چي هېرودتس يې هم یادونه کړې ده. هغه دا قوم د(تراکان) په نامه خلګو ته ورپېژني. او وايي،ترجمه: (که تراکانو خپلمنځي اختلافات نه درلودای دوي به د نړۍ قوي ترینه قبیله وای) (هوتک:۲۰۱۰، ۳)
 
نامتو مورخه فرشته په دې باور دی چې د ترک بن يافث په ۱۱ زامنو کې د يو نوم خلج و او د هغه اولادونو ته به يې خلجي ويل. خو د فرشته په ليکنه کې هم تضاد دی ځکه کله چې جلال الدين فيروز شاه خلجي ۶۸۸ ه (۱۲۹۰ م) کې د جمنا سيند پر غاړه ښار( شهر نو) جوړ کړو نو د پخواني حکومت اميرانو يې هر کلی وکړو. فرشته ليکي، د ډېلي قديم او مشهور درنې کورنۍ چې تر ۶۰ کلونو د ترکي باچاهانو په ملازمت کې پاتې وو او د خلجيانو په وړاندې سر ټېټول ورته سپکاوی ښکارېدو، له ډېلي شهرنو ته راغلل او په ډېر خلوص، قيدت او مينې سره يې د جلال الدين په لاس بيعت وکړو.” که د ترکي باچاهانو دوره پای ته رسيدلې وه نو خلجي بيا ترک نشي کيدې چې اميرانو ته سر ټېتول ورته عيب ښکارېدو. (حلیم:۲۰۱۵،۳)
 
اردو ویکیپیډیا کي هم  په دې اړه د نظریاتو اختلاف ذکر سوئ دئ: ( بعض مورخین کا خیال ہے کہ خلجی ترک تھے۔ لیکن خلجی دراصل ایک افغان قبیلے غلجئی سے تعلق رکھتے تھے۔ اور یہی غلجئی نام ہندوستان میں خلجی کی صورت اختیار کر گیا۔)(اردو ویکیپیدیا)
 
ژباړه: د بعضی مورخینو به اند خلجیان ترک وه. خو په اصل کي دوی په يو افغان قبیلې (غلجي) پوري اړوند دي چي په هندوستان کي داغه غلجی د خلجي بڼه و ځان ته غوره کړې ده.
 
بابر وايي: "ما از کابل به عزم تسخیر مناطق افغانهای خلجی شمال شرق غزنی خارج شدیم و با خود یکصد هزار رآس گوسفند و غیره آوردیم (بابر:؟، ا۲۷).
 
پیټر په دې اړه وايي:
ژباړه:  هغه لیکني  چي په هندوستان کي د خلجیانو و قدرت د رسېدو په اړه څرګندوني کوي. دوی د ترکانو څخه بالکل يو بېل او جلا نسل ګڼي. (پیټر: ۲۰۰۳م، ۸۲)
 
 د پورته یادونو څخه دا نتیجه اخیستلای سو چي دا ټوله د یوې تاریخي غلط فهمۍ نتیجه ده. زما په اند دا غلط فهمي څو اړخه لري. اول اړخ يې دا وو چي سلطان جلالدین د مملوکو ترکانو په لښکر کي د يوه ډېر لوي منسب خاوند وو. په لومړي سر کي يې د (سر جاندار) لقب وګاټه او وروسته د سامانا د ښار ،کوم چي ده خپله د توري په زور نیولئ وو او په یاد ښار کي يې مغولي لښکر په ګونډو کړئ وو، والي وټاکل سو.
 
خو ډېر ژر د دهلي په دربار کي هغه کسان چي ترکان نه وه د هغو پر ضد پلانونه طرح سول او د هغو د قتل دسیسې را منځته سوې نو دا چي جلال الدین هم د دربار یو د هغو لویو خلګو څخه و چي ترک نه وو نو ده خپل د مرګ خطر په دې شایعاتو او افواه کي لیدئ. د دې پيښي په اړه د هند تاریخپوه آغلې سونیدهي داسي وايي:
 
When Turkish nobles conspired to murder non-Turkish nobles including Jalal-ud-din, he outmaneuvered them and, ultimately, after murde­ring both Kaiqubad and Kayumars, occupied the throne.(sunidhi:2010,3).
 
ژباړه: کله چي د ترکانو اشرافو د غیر ترکانو د اشرافو د قتل ،چي په هغو کي جلالدين هم شامل و، دسیسې وکړې. خو جلاالدین دوی غافل ګیره کړه او بلآخره يې کیقباد او کیکاوس په قتل ورسول او تخت يې ونیوئ.
 
په بل ځای کي بیا د ترکانو د جلاالدین په مناسبت کرکي او نفرت علت دا ښيي چي دی ترک نه و او  ترکي مشرانو ته د ده واکمني او پاچاهي د یو غیر ترک په حیث د منلو نه وه:
 The Turkish nobles, who regarded Khaljis as non-Turks, felt humiliated under his rule. Some among them revolted or plotted against him. The young Khalji- nobles also felt dissatisfied with him as they found that there was no scope of fulfillment of their ambitions under the new monarch.) sunidhi:2010,4)
 
ژباړه: ترکي اشرافو چي جلاالدین يې د يو ترک په حیث نه مانه، د ده تر سلطنت لاندي يې د شرم احساس کاوه. په همغو ترکي اشرافو کي بعضو  بغاوت او سرپیچي هم وکړه. خو بعضو خلجي اشراف هم د ده څخه ناراضه وه او و خپلو اهدافو ته د رسېدلو امکانات يې د ده په پاچاهي کي ناممکن ګڼل.
 
د تاریخ فیروز شاهي څخه هم یو څو ټکي را اخلم:
برای مردم بسیار مشکل بود که به تخت نشستن یک خلجی را قبول کنند (بارانی :؟، ۱۷۳).
د آغلي سونیدهي د پورته وینو څخه زه یو څو سوالو د هغو خلګو څخه غواړم وکم کوم چي  خلجیان پښتانه نه کڼي. اوله پوښتنه مي دا ده چي که چيري جلال الدین ترک وای ولي د هند تورکانو و ده ته د تورک په سترګه نه کتله او د ه څخه يې کرکه کول. دوهمه پوښتنه دا چي که دوي ترکان وای د ده پر تخت کښېناستل و نورو ترکانو ته ولي شرم وو.
 
د دې ټولو خبرو و شا ته یو پس منظر سته زه به یې په څو لنډو ټکو کي خلاصه کړم.  سلطان شهاب الدین غوري ، چي  یو کټر پښتون وو د ترکي غلامانو یوه ډله يې درلودل چي د مملوک به نامه یادېدل د سلطان شهاب الدین غوري سره تر هنده ولاړه. کله چي هند د غوریانو لخوا ونیول سو.  شهاب الدین غوري په کشمیرکي و جهلم ته نږدې د فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې. او د هند سلطنت و مملوکانو ته په لاس ورغئ چي تر کیقباده پوري يې دوام وکړ.
 
د مملوکو لښکر هم د نورو لښکرو په څېر د پښتنو توریالیو څخه تش نه و. سلطان جلال الدین د زابل يو غلځئ پښتون و چي د توري او جګړې په دګر کي يې په هندیانو او خصوصا مملوکو ترکانو ځان منلئ و. کله چي ده  د مملوکو ترکان په دربار کي چي د ترکانو هر طایفه پکښې وه، عالی منسب وموند د ده سره خپل د لښکریانو او نورو غلځي پښتنو غم هم پیدا سو. په داغه مینځ کي په تورکي دربار کي د غیر ترکانو او خصوصاَ د پښتنو سره د مور او میرې چلند شروع سوئ وو. نو جلاالدین خپل قوت ته په کتو سره او د غزني، زابل او هند د غلځیانو د ملاتړ پر مټ پر تخت ور ودانګل او د مملوکو تورکانو د لاښ خوره سلطنت ریښې يې ور وسپخولې او یو پښتني حکومت يې را مینځ ته کړ.
 
بعضي متعصیبین په دې اړه وایي  چي د خلجي کلمه په تاریخي پاڼو او پخواني متونو کي هیڅکله د غلځي په نامه نه دئ یاد سوئ او دا په شلمي پېړۍ کي د پښتنو د تاریخ نویسانو چي استاد حبیبي یې په سر کي واقع دئ، د مفکورې زېږنده تیوري ګڼي. دا اعتراض فوق العاده بې بنسټه او بې پایې دئ. په دې چي په اکثره ځایونو کي د خلځي او غلځي یا خلجي او افغان کلمه په مترادف ډول راغلې ده حتی د پښتو ادب پلار ستر خوشحال شاوخوا څلور نیم سوه کاله تر مخ په لاندي شعر کي سلطان جلال الدین فېروز غلځئ پښتون او د پښتنو ویاړ يې بولي. و لاندي شعر ته مو توجو غواړم.
 
بيا سلطان جلال الدين پر سرير کښيناست
چی په اصل کی غلځی د ولايت و
بیا له پسه فیروز شاه چي امرا وو
 پرورش یې د غلجیو په دولت وو   (حلیم:۲۰۱۵،۵)
که څوک اوس هم خلجیانو د پښتونولئ څخه انکار وکړي نو هغو د تاریخ د تحریف او تغیر لاره خپله کړې ده او د هغو خلګو څخه دي چي د پښتنو تاریخ تر احمد شاه بابا پوري محدوده کڼي. خو هغه تاریخپوهانو ته چي واقیعت تر هر څه ګران دي هغو خلجیان پښتانه بللي دي. او وايي چي دا ډله د پښتنو د تاریخ په پاڼو کي يوه لویه زېرمه ده.
 
پایله
د دې معلوماتي مقالې په پای کي موږ ویلئ سو چي هغه مدارک، اسناد او دلایل چي موږ پورته وړاندي کړي دي د هغې پر مټ موږ کولی سو چي ټوله هغه بې بنیاده تاریخي ادعاوي رد کړو چي خلجیان ترکان بولي. موږ پورته داخلي او خارجي اسناد وړاندي کړي دي. او د پښتنو تاریخپوهانو پاخه دلالیل مو د یو څه تحلیل سره مل کړي او د اسنادو یوه پخه ټولګه مو ځیني جوړه کړې ده. پورته مو د غلځیانو د روایتي نسب په ردولو سره د دوی تاریخ او شتون تر اسلام د مخه بللئ د دوي د مشرانو نومونه مو په تاریخي اسنادو کي ښودلي چي تر اسلام د مخه مینځ ته راغلي دي. د خلجي او غلځي د کلماتو جوړښت مو په پښتو، دري او هندي ژبو کي څېړلئ او وړاندي کړئ دئ. د خلجیانو حالت مو د مملوکو او نورو ترکي نسبه پادشاهانو په دربار کي وڅېړئ. د جلاالدين د بغاوت علتونه مو څرګند کړه او د هغه په اړه مو د خارجي منابعو څخه کار اخیستئ دئ. او بلآخره مو د خوشحال هغه بیت راړئ چي سلطان جلاالدین فیروز يې غلځئ پښتون بللئ دئ.
 
د دې ټولو څخه دا نتیجه ګیري کوو. چي هغه خلجیانو چي پر هند باندي راج کاوه سوچه پښتانه او د پښتنو  دوهمه لويه او مشهوري پښه غلځیان وه. چي هندیانو او فارسیانو د تلفظ د آسانئ د مخي په خلجي یاد کړي او دا چي دوی د مملکو ترکانو په دربار کي وه او خپله د غلځي پښتنو یوه لویه کتله «تره کي» پښتانه وه نو تاریخ دانانو په ډېر لږ ځاینو کي پر دوی د هغه ترکانو ګمان کړئ دئ چي رسم او رواج يې د پښتنو په شان وو چي دا خبره خپله د دې ښکارندوی ده چي دوی خطاوتلي دي.
 
۱ـ اردو ویکیپیډیا
 ـ بابر، ظهرالدین محمد.(؟). توزک بابری. بمبئ. اردو پبلیشرز.
۳ـ باراني ، محمد ضیا. (؟). تاریخ فیروز شاهي. کلکته. اردو پبلیشرز.
۴ـ حبيبي، عبدالحی. ( ۱۳۷۸ ش ). د افغانستان لنډ تاريخ. پېښور. دانش خپرندويه ټولنه.
۵ـ حلیم، صفیه. (۲۰۱۵) . د هندوستان پښتانه. انټرنټي صفحه.
۶ـ خالدي، دوکتور نور احمد. (۲۰۱۹ م). آیا خلجی ها و غلجی ها یک مردوم اند؟. انټرنټي وبسایټ.
۷ـ غبار، غلام محمد. ( ۱۳۴۶ ش ). افغانستان در مسير تاريخ. کابل. دولتي مطبعه.
۸ـ فرشته، محمد قاسم. (۲۰۰۴م). تاریخ فرشته اردو ژباړه. کراچي. یونیورسټي پبلشرز.
۹ـ کهزاد، احمد علي. (۱۳۵۵ش). افغانستان در شهنامه. کابل. ؟.
۱۰ـ هوتک، محمد معصوم (۱۳۹۰ش). پښتني قبیلې او روایتي شجرې. کندهار.علامه رشاد خپرندویه ټولنه.
11_ Sunidhi.(2010). Khilji dynasty. History discussions.