مسلميار په ننګرهار کې؛ لسګونه افغان پوځيان يې د کور امنيت نيسي او د ملي پوځ چورلکه يې لېږد - رالېږد کوي 

روهي (جمعه/۲۲ د وري)، د ننګرهار ولايت يو شمېر سيمه ييزو چارواکو اريانا نيوز ته ويلي دي، چې د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار د کرونا ويروس څخه د خوندېتوب لپاره له تېرو دوه اوونيو ننګرهار ولايت کې پاتې کيږي. 

د اريانا نيوز د مالوماتو پر اساس نوموړی د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې خپل کور کې پاتې کيږي، چې  د عامه نظام سلګونه ساتونکي يې امنيت ساتي. 

همدا ډول ويل شوي دي، چې د ملي  پوځ چورلکه د مسلميار په چويړ کې ده، چې له يو ځای بل ځای ته يې لېږدوي.