د ولسمشرۍ ماڼۍ ۲۰ کارمندان په کرونا ويروس ککړ شوي دي 



روهي (جمعه/۲۲ د وري)، طلوع نيوز د يو شمېر سندونو له مالوماتو ليکلي دي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ تر شلو کارمندان په کرونا ويروس ککړ شوي دي. 

طلوع نيوز ليکلي دي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د پاتو کارمندانو د معاينې لپاره د عامې روغتيا وزارت روغتيايي ډلې لېږل شوي دي، ترڅو معاينات يې تر سره شي. تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ويلي. 

د يادونې ده چې افغانستان کې ۵۲۱ کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي او همدا ډول کوېډ-۱۹ تر اوسه افغانستان کې د ۱۶ کسانو ژوند اخېستی دی. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ