د عبدالله عبدالله وياند: د کړکېچ د پای هڅې بې پايلې وي او ژر به ډاکټر عبدالله عبدالله خپله کابينه اعلان کړي 

روهي (جمعه/۲۲ د وري)، د فريدون خوځون په نوم د ډاکټر عبدالله عبدالله يو وياند رسنيو ته نن جمعه ويلي دي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب سول سياف او يو شمېر نورو سياسي څېرو په منځګړېتوب د روغې - جوړې هڅې بې پايلې پای ته رسېدلې دي. 

خوځون وايي چې د هر ډول کړکېچ مسووليت د مقابل لوري په غاړه ده او ژر به عبدالله عبدالله خپله کابينه معرفي او ولايتونو کې به واليان وټاکي. 

د فريدون خوځون وراېخوا بيا د عبدالله قرلق په نوم د عبدالله عبدالله نېږدې کس او د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند مرستيال وايي چې د سياسي کړکېچ د حل هڅې پايلې ته نېږدې شوې دي، او په نېږدې وخت کې به خلک د خوښي خبرونه واوري. 

خو په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د يو ټول شموله حکومت جوړېدو ته ژمن دی، خو داسې يو حکومت چې د هېواد اساسي قانون په کې تر پښو لاندې نه شي.