
روهي (جمعه/۲۲ د وري)، د پروان ولايتي اداره وايي چې په دغه ولايت کې په کرونا ويروس ککړ کس نن ورځ پلازمېنه کابل کې ومړ. دې سره افغانستان کې له کوېډ-۱۹ د مړه شوي کسانو شمېر ۱۶ ته روسېد.
له بلې خوا د عامې ورغتيا وزارت مالومات ښيي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ نوې پېښې ثبت شوي دي، چې ټول - ټال ۵۲۱ کسان افغانستان په کوېډ-۱۹ اخته شوي دي.
دغه ۱۶ تازه پېښې په کندهار، کابل، دايکنډي، لوګر او تخار ولايتونو کې دي. عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي دي چې د روغتياپالانو لارښوونې جدي ونېسي او په کورونو کې پاتې شي.