هېڅکله مه تسلیمېږه 

هېڅکله مه تسلیمېږه کتاب د جک ما خپلې خبرې دي، جک ما د نړۍ په کچه تر ټولو لوی شتمن کس دی. هغه چینايی دی. اوس مهال تر ۲۱،۸ میلیارده تغده پانګه لري. د جک ما اړونده خبرې چې نوموړي په خپله ژبې کړې سوک لي او باب سانګ راټولې کړې او عبدالله عابد پښتو کړي دي.
 
مه تسلیمېږه کتاب ما ولوست د ګټې وټې، کاروبار، ژمنتوب، په ځان د باور په اړه پکې معقولې خبرې شوې دي.  غواړم چې د دې کتاب غورچاڼ له تاسې سره په دوه برخو کې شریک کړم که چېرې تاسې د ټولو کتاب لوستلو لپاره علاقه یا وخت نه لرئ دا غورچاڼ یې درسره ولولئ.
 

  • سودا ګري د جګړې د ډګر په څېر نده ، چې که ته مړې شوې زه به ګټونکی شم. سوداګرۍ کې که ان ته مړ هم شې ښايي زه ګټونکی نه شم.
  • کومو تجربه لرونکو او پوه کسانوچې آسونه ځغلول هغوی ټول ولوېدل، مونږ روغ پاتې شوو ځکه چې مونږ د راتلونکې په اړه اندیښنه کې وو. مونږ په راتلونکی باور وکړ، مونږ خپلو ځانونو ته بدلون ورکړ.
 
  • په یوه کمپنۍ یا سازمان کې ګډ ماموریت، د ګډو ارزښتونو او ګډو موخو درلودل حتمی دي، له دې درې څیزونو پرته تاسې نشئ بریالي کېدای.
 
  • کله چې مونږ یوڅوک په دنده ګمارو نوهغه باید داسې کس وي چې زمونږ د کمپنۍ په ارزښتونو پوه وي.
 
  • د یوچا فردي وړتیا وې ډېرې مهمې دي خو دا حتمي ده چې  باید زمونږ کلتور او موخې تشخیص کړي.
 
  • مونږ تل دې ته ژمن یو چې پېردونکي یا مشتریان ته لومړی ځای ، کارکوونکو ته دویم او ونډه والو ته دریم ځای ورکړو.
 
  • زمونږ سیستم پریو یا دوه کسانو تکیه نه کوي، که زه چېرې کمپنۍ پریږدم او په دې سره کمپنۍ سقوط وکړي نو په حقیقت کې دا کمپنۍ ښه نه وه رغول شوې.
 
  • هره ستره کمپنۍ له وړې سوداګرۍ څخه جوړیږي.
 
  • دا ماشوم به ما ته بدلون راوبښي، دا ماشوم به نړۍ ته بدلون وروبښي.
 
  • هېڅکه په یوه عادي او ټولنیز ژوند کې نور مه دوکه کوئ.
 
  • زمونږ اندیښنه د رسنیو، مبصرینو د نیوکو په اړه نده، زمونږ د چوپړتیاوو په اړه د پېردونکو او سوداګرونظرونه د ارزښت وړ دی که دوی منفي نظر لري نوویلای شوو چې مونږ د سوداګرۍ به ډګره وتلي یو.
 
  • زه دې هغې کسانو قدرکوم چې د چارو د بشپړتیا په لټه کې وي، خو دا بیا د یوې تصدۍ لپاره مرګونې ده چې یو قاطع اقدام په داسې حال کې ځنډيږي چې بریا ته د رسېدو لپاره  وخت او شرایطو د چټکتیا غوښتنه کوي.
 
  • مونږ کار کوونکي له د دوه معیارونو له مخې ارزوو، کار او ټیمي روحیې.
 
  • ټاکلې دندې ته تر ټولو مناسب کس وګومارئ نه تر ټولو استعداد لرونکی کس . دا کېدای شي یو دردونکی درس وي.
 
  • خپل دوښمن داسې وپېژنه لکه خپل ځان پېژنې.
 
  • زمونږ نښان یا لوګو موسکا ده.
 
  • جک ما هیله لري چې دا ثابته کړي چې د یوې انټرنیټي کمپنۍ بریا په هوښیارۍ، ستراتيژۍ. جرات او ټیمي کار پورې تړلۍ ده نه په پانګې پورې.
 
  • زمونږ کارکوونکو ته داسې روزنه ورکول کیږي چې د علي بابا د لارې فکر او باور ورسره وي.
 
  • مونږ دوه ساعته کارکوونکو ته پدې خبره تېروو چې د دوی کړنې د دوی د فکرونو انعکاس دی.
 
  • که غواړئ چې په ۲۱ پېړۍ کې ګټونکي شئ نو باید دا یقیني کړئ چې تاسې د نورو خلکو د پیاوړی کولو لپاره کار کوئ.
 
  • دا یقیني کړئ چې نور خلک تر هغه څه چې تاسې یاست غوره دي.
 
  • ښځې د ځان په نسبت د نورو په اړه زیات فکر کوي.
 
  • ما له خپل ټیم سره به کلکه دا خبره شریکه کړې چې هېڅلکه له دولت سره معامله ونه کړئ، مینه ورسره وساتئ خو واده ورسره مکوئ.
 
  • زه خپل کمپیوټر او انټرنیټ د دوه څېزونو لپاره کاروم ایمیل او ویب پانو لټول له دې ورها خوا د آنلاین فلمونو له کتلو هم لرې یم.
 
  • د علي بابا کارکوونکي اړ دي ترڅو د هغه ټولو ننګونو له منځه وړلو ته چمتو وي چې په کمپنۍ کې له ادلون او بدلون وروسته راټوکيږي، نو باید په پرانیسته غېږ ورته ښه راغلاست وویل شي.
 
  • دا پرمختګ مو له لومړي سره پرلرلید، ستراتيژۍ، سیستم جوړونې، ټیمي روزنه او د کمپنۍ په کلتور باندې د ټینګار له امله دی.
 
  • مونږ اړیو چې نن پانګونه وکړو او لس کاله وروسته چې چين له ستونزو سره مخ شي ورته چمتو واسو.
 
  • کمپنۍ باندې کنترول او واک باید د عامل مدیر د ځرکتیا او لید له امله وي.
 
  • د قربانۍ په ورکولو او پرمنطق ولاړ اداري ټیم رامنځته کولو سره هېڅکله  یو ځانګړی شخص یا فرد ته پر کمپنۍ د واک چلولو فرصت يه لاس مه ورکوئ.
 
  • کله چې ته سوداګري کوې نو باید خندا هم وکولای شې.
 
  • ستر رهبران پوهیږي چې څنکه د خپل شا اوخوا شته استعدادونو قدر وکړي.
 
  • زمونږ په کمپنۍ کې د اداري پلاوي او کارکوونکو جدول برعکس دی. پېردونکي په سر، کارکوونکي لاندې ښي لوري ته، بیا مدیران، د کمپنۍ مرستیالان او د کمپنۍ عامل مدېر یانې زه تر ټولو ښکته یم.
 
  • همکاري له ټیمي کار څخه رامنځته کیږي، تربل هرڅه ځان اتل ګڼه بیايي پایلې هم ګوره.
 
  • لرلید، پراخه فکر او ښې وړتیا سره د رهبر په څېر عمل کوئ. دا هغه څه دي چې زه پوهيږم د یو وړ او مستعد رهبریا مشر اوسېدو لپاره په خاصه مانا دي.
 
  • یو ښه رهبر خپل  لاس لاندې مخکښ کسان پالي.
 
  • د رهبرپاتې کېدو هنر له دغې درې څیزونو پرته څه ندی: لیدلوری، براخه سینه او ځواکمنتیا.
 
  • لیدلوری تاسې ته فرصت درکوي چې د زر میله په اندازه سفر سره د زرو کتابونو ترلوستلو ډېر څه زده کړی.
 
  • په کومه ورځ چې رهبر کیږې، نوته به ډېریوازې یې. ان تردې چې له تاڅخه وروسته دوهم او دریم کس لپاره به هم ستونزمنه وي چې تا سم درک کړي.
 
  • بریا ښایي تر بل کال پورې لرې وی، تصمیمونه  ښايي ترهغه وخته څرګند نوي. خو زه نشم کولای چې د بریا خوند وڅکم مګر دا چې د تاکمۍ مسئولیت ته اوږه ورکړم.
 
  • په عادي حالاتو کې نه بلکي په دوه حالاتو کې تاسې کولای شئ د عامل مدېر په توګه عمل وکړئ، لومړی کله چې تصمیم نیسئ او دویم کله چې تېروتنه کوئ .
دوام لری...........................