ولسمشر غني او عبدالله عبدالله هوکړې او جوړجاړي ته سره نېږدې شوي دي 

روهي (جمعه/۲۲ د وري)، يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت پخوانی اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو پايلو پر سر د راپورته شوي، سياسي مخالفت حل ته نېږدې شوي دي. 

د جنبش ګوند مرستيال او د عبدالله عبدالله نېږدې کس عبدالله قرلق رسنيو ته ويلي دي چې، د حکومت په کابينه کې ۴۰ سلنه برخه او همدا ډول د مصالحې عالي شورا مسووليت هغه څه دي چې ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته وړانديز کړي او عبدالله عبدالله هم ورسره هوکړه کړې ده.  

عبدالله قرلق اريانا نيوز ته ويلي دي، چې ښايي په دوه يا درېيو ورځو کې خلکو ته د خوښۍ خبرونه ورسيږي او راپورته شوی سياسي کړکېچ پای ته ورسيږي. 

بيا له بلې خوا تېره ورځ داسې خبرونه رسنيز شول، چې د ولسمشر غني او پخواني اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سياف، محمد يونس قانوني او محمد کريم خليلي د منځګړېتوب هڅې کومې پايلې ته نه دي رسېدلې. 

د يادونې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ د سياسي کړکېچ د حل لپاره ۵ ورځې  نوې ټاکنې ځنډولې وې خو تازه  تېره ورځ ولسمشر غني د يو فرمان پر اساس فضل محمود فضلي د چارو اداري د لوی رئيس په توګه وټاکلو.