د مشرانو جرګې اداري پلاوي ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بيا ځلې بريا مبارکي وويله 

روهي (جمعه/۲۲ د وري)، د مشرانو جرګې د رئيس فضل الهادي مسلميار په مشرۍ د دغه جرګې اداري پلاوي او يو شمېر غړو تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د مشرانو جرګې اداري پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د مشرانو جرګې اداري پلاوي جمهوررئیس غني ته د جمهوري ریاست ټاکنو کې د بیا بریالي کېدو مبارکي وویله.

جمهوررئیس غني د مشرانو جرګې اداري پلاوي څخه د مننې ترڅنګ د هیواد د روان وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې."