روهي(جمعه/۲۲ د وري)، د امریکا د کار وزارت د پنج شنبې په ورځ اپریل نهمه رپوټ ورکړ چې په روانه اونۍ کې د تیرې اونې په څیر څه دپاسه شپږ میلیون کسانو د بیکارۍ د بیمې د ترلاسه کولو تقاضا کړې ده. د کار نړیوال سازمان وړاندوینه کړې چې په عربي هیوادونو کې به پنځه میلیونه، په اروپا کې ۱۲ میلیونه او د آرام سمندر د حوزې په هیوادونو کې ۱۲۵ میلیون کارګر چې پوره وخت کار کوي، بې کاره شي.
د امریکا متحده ایالاتو د کار وزارت اوونیز رپوټ چې په دقیق ډول د امریکا اقتصادي وضعیت په ډاګه کوي د اقتصادپوهانو هغه وړاندوینه تقویه کوي چې وایي ۲۰ میلیون امریکایان به د اپریل په میاشت کې د کروناویروس سره د مبارزې په ترڅ کې خپلې دندې له لاسه ورکړي.د کار وزارت وایي: ”کروناویروس د بې کارۍ د بیمې د درخواستونو د زیاتیدو سبب شوی دی“.
د امریکا د حکومت په وړاندیز پارلمان د مارچ په ۲۶ نیټه د دوو تریلیون ډالرو مرستې تصویب کړې چې د امریکا اقتصاد د کروناویروس د خپریدو په وجه فلج نشي.
وروستي