د عراق د استخباراتو د ادارې رئیس مصطفی الکاظمي د نوي صدراعظم په توګه ونومول شو

روهي(جمعه/۲۲ د وري)، د عراق جمهور رئیس د هیواد د استخباراتو د ادارې مشر مصطفی الکاظمي د نوي صدراعظم په توګه ونوماوه. دا په تیرو لسو اونیو کې دریم شخص دی چې دې مقام ته نومول کیږي ترڅو د هغه حکومت ځای ونیسي چې تیر کال د مرګونو اعتراضونو په نتیجه کې وپرزید.
 
محمد علوي چې د ښاغلي مهدي له ګوښه کیدو وروسته د جمهور رئیس له خوا د هغه د ځای ناستي په توګه معرفي شو د څلور اونیو هڅو وروسته یې ونشو کړای چې د حکومت د جوړولو لپاره پوره ملاتړ تر لاسه کړي او استعفی یې وکړه. مصطفی الکاظمي چې یوه ناپیلې او خپلواکه سیاسي څیره ګڼل کیږي، یوه میاشت وخت لري چې د مختلفو سیاسي ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړي او خپله کابینه د عراق پارلمان ته وړاندې کړي.
 
عراق د څو لسیزو راهیسې بندیزونو، جګړو او سیاسي فساد ځپلی دی او اوس د اقتصادي کړکیچ، ټولنیزې ناارامۍ او د کروناویروس د پراخیدو د ستونزو سره پداسې حال کې مخامخ دی چې یو سرپرست حکومت یې مشري کوي.عادل المهدي چې د تیر کال په نومبر کې یې د حکومت ضد اعتراضونو په نتیجه کې استعفی وکړه لا هم د موقت صدراعظم په توګه چارې پرمخ بیایي.