روهي(جمعه/۲۲ د وري)، ادا زانوسو هغه میرمن ده چې د ۱۰۳ کالو ده او د کورونا وېروس څخه ژوندۍ وتلې. د میرمن زانوسو ډاکټره کارلا فرنو ویلي دي چې هیڅ ډول هیله نه وه چې میرمن زانوسو دې د کروناویروس نه روغه شي.
ادا زانوسو د اسوشیتیدپرس اژانس سره په یوې ویدیویي مکالمه کې وویل: ”زه ښه یم، ښه یم. تلویزیون ګورم او ورځپاڼې لولم“.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د پنجشنبې د ورځې اپریل نهمې (وري ۲۱) پورې نژدې ۱۴۰ زره کسان په ایټالیا کې په کرونا اخته شوي او شاوخوا ۱۷ زره کسان ددې ویروس په وجه مړه شوي دي. له بلې خوا د سوداګرۍ نړیوال سازمان وړاندوینه کړې چې په روان میلادي کال کې به بین المللي تجارت د ۱۳ څخه تر ۲ فیصدو پورې راکم شي. دغه متفاوته فیصدي په نړۍ کې د روان روغتیایي کړکیچ د ناڅرګندتوب ښکارندوي کوي.
وروستي