صالح : اول ځل د افغانستان ټولو والیانو ته واک ور کړل شوی چې د ولایتي بودیجې د لګښت څرنګوالی خپله وټاکي

روهی(جمعه/۲۲ د وري)، د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دا مهال د حکومت لومړیتوب د کورونا وېروس کړکېچ کې د خوراکتوکو له ګرانۍ او کمښت د رامنځ ته شوې لوږې مخنیوی دی.د ښاغلي صالح په خبره، اول ځل د افغانستان ټولو والیانو ته واک ور کړل شوی چې د ولایتي بودیجې د لګښت څرنګوالی خپله وټاکي:"ټولو والیانو د کابینې غونډو کې د ګډون امکان ترلاسه کړی، حکومت هڅه کړې چې سرحدي لارې بندې نه شي".
 
 
اندېښنې شته چې ممکن افغانستان کې د کورونا د ازمېښت د محدودیت له امله په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر هغه په ځلونو ډېر وي چې تراوسه پېژندل شوي دي.دمګړۍ پلازمېنه کابل کې د تګ سخت محدودیت لګوی شوی، هرات کې- چې افغانستان کې د دې وېروس د خپرېدو مرکز دی- هم محدودیت لګولی شوی دی.
 
 
ښاغلي صالح کابل کې یو تلوېزون سره خبرو کې وویل، کابل کې هغو یو لک ۲۵ زره کورنیو ته د خوړو رسولو پروګرام لري، چې د کورونا وېروس د ګرځبندیز له امله یې ورځنی عاید له لاسه ور کړی دی.
ښاغلي صالح خبرداری ور کړ چې افغانستان کې به له کورونا مړینه ډېره شي او که حکومت اوسنۍ هڅې جاري هم وساتي، بیا هم د درې لکه کسانو د مړینې وړاندوینه شته.نوموړي دا هم وویل، د میکروب ضد محصولاتو د لرلو لپاره یې څلورو کورنیو شرکتونو ته دنده سپارل شوې چې له افغان انګورو دا توکي تولید کړي.