روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې له افغانستان حکومت په رسمي ډول غوښتي دي، چې داعش ډدلې خراسان څانګې نېول شوي مشر (اسلم فاروقي) دې دوی ته تسليم کړي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په اعلاميې کې ويل شوي دي، چې د داعش ډلې دغه کس د پاکستان حکومت پر وړاندې فعاليت کولو چې بايد دوی ته وسپارل شي.
دغه اعلاميه کې دا هم ويل شوي دي چې د پاکستان حکومت افغان حکومت سره د داعش ډلې د فعاليتونو په اړه خپلې اندېښنې له وړاندې شريکې کړې وې.
وروستي