د عبدالله عبدالله ډله: که چېرې ولسمشرۍ ماڼۍ زمونږ طرحه (ټول-ګډ حکومت) ونه مني خپله کابينه اعلانوو 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، د فريد خوځون په نوم د عبدالله عبدالله وياند رسنيو ته ويلي دي، چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو پايلو پر سر د راپورته شوې کړکېچ د حل هڅو تر اوسه پايله نه ده ورکړې. 

خوځون وايي چې که چېرې د کړکېچ د حل هڅې بې پايلې شي او ولسمشرۍ ماڼۍ د دوی (ټول - ګډ حکومت) طرحه ونه مني، نو عبدالله عبدالله به خپل کابينه او د واليانو ټاکېدل پيل کړي. 

له بلې خوا ولسمشر غني د سياسي کړکېچ د حل لپاره پنځه ورځې وخت ورکړی وو چې نوې ټاکنې به نه کوي، خو د ياد وخت له پوره کېدو يوه ورځ وړاندې يې نن ورځ فضل محمود فضلي د يو فرمان پر اساس د چارو ادارې لوی رئيس وټاکلو. 

عبدالله عبدالله له ولسمشر غني غواړي چې د لومړي وزير په صلاحيت د اجرائيه  رياست څوکي، د وزيرانو شورا او سولې مشري او سياسي واک کې تر ۴۰ سلنه ونډه ورکړي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه ور سره نه ده منلې.