روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، ولسمشرۍ ماڼۍ تائيدوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان پر بنسټ ډاکټر فضل محمود فضلي د چارو ادارې د رئيس په توګه ټاکلی دی.
د ولسمشر ماڼۍ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني د فرمان په اساس ډاکټر فضل محمود فضلي د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس وټاکل شو.
د هیواد جمهوررئیس د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم پر بنسټ ډاکټر فضل محمود فضلي په خارج رتبه بست کې وټاکه او په ورسپارل شویو چارو کې یې ورته د بریالیتوب دعا وکړه.
ډاکټر فضل محمود فضلي د هیواد له اغېزناکو سیاسي شخصیتونوڅخه یو دی چې تر دې وړاندې په سیاسي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار و."
د ټاکنه په داسې وخت کې شوې ده چې څو ورځې وړاندې د هېواد يو شمېر سياسي مشرانو له ولسمشر غني غوښتي وو چې د سياسي کړکېچ د حل لپاره دې پر دولتي څوکيو ټاکنې وځنډوي او ولسمشرۍ ماڼۍ هم ورته مثبت ځواب ويلی وو.
وروستي