کابل ښار کې ۱۶ سوه پوليس او ۴ موټرونه د ګرځبنديز د ساتلو لپاره ځای پر ځای شوي دي

روهي (پنځه نۍ/۲۱  د وري)، کورنيو چارو وزارت وايي چې کابل ښار کې يې د کوېډ-۱۹ د خپرېدو د مخنيوي  لپاره د ګرځبنديز تياري سخت کړي دي. پوليس وايي چې له بېړنی اړيتا پرته هغه کسان چې له کورونو را وځي جدي چلند ورسر ه کيږي. 

کورنيو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ،  د کابل ښار په بيلا بيلو برخو کې يې ۱۶ سوه پوليس او ۴ سوه موټرونه ځای پر  ځای پر ځای کړي دي، ترڅو د خلکو د ګڼې - ګوڼې مخه ونېسي. 

د ګرځبنديز ترڅنګ حکومتي او يو شمېر خصوصي ادارو کابل کې د پر سړکونو د درملو پاشلو بهير هم پيل کړی دی. کابل کې نېږدې له تېرو لسو ورځو ګرځبنديز شروع شوی دی. 

د هېواد عامې روغتيا وزارت خبرداری ورکړی دی، چې  که چېرې د کابل په شمول نورو ولايتونو کې خلک د قرنطين اصول مراعات نه کړي، نو کرونا ويروس به په يو لوی بحران بدل شي.