داعش ډلې د بګرام پر هوايي آډې د ننني بريد مسووليت منلی 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، نن سهار پروان ولايت کې د برګرام پر هوايي اډې توغنيدز بريد شوی. افغان چارواکو او ناټو د دغه توغنديز بريد پخلی کړی. ويل شوي چې د بګرام پر هوايي اډي پنځه توغندي وېشتل شوي خو زيان نه لري. 

د ملي دفاع وزارت وياند طارق آرين رسنيو ته ويلي دي، چې توغندي د قلعچې په نوم کلي کې په یو کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او له هغه ځای توغول شوي دي. 

افغان طالبانو دغه بريد کې خپل لاس لرل رد کړي دي خو داعش ډلې يې مسووليت منلی دی. له دې وړاندې کابل کې د افغان سېکانو پر درسمال د ډله ييز بريد مسووليت هم داعش منلی وو.