حکومت ۱۵ سوه طالب بنديان خوشي کوي 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، د افغان حکومت دننه يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي دي، چې افغان حکومت په پام کې لري، چې ۱۵ طالب بنديان د حکومت له زندانونو خوشي کوي. 

سرچينې بي بي سي ته ويلي دي چې تر اوسه د ۴۶۰ طالب بندیان بایومېتریک شوي دي، چې ټول - ټال به ۱۵ افغان بنديان ازاد شي. 

له بلې خوا ملي امنيت شورا ويلي دي، چې نن ورځ به هم سل طالب بنديان ازاد شي. افغان حکومت پرون ورځ هم سل طالب بنديان د بګرام له زندان خوشي کړل. 

طالبانو بيا د افغان حکومت له خوا د بنديانو د خوشي کېدو ته منفي غبرګون ښوودلی دی او ويلي دي چې دغه بنديان د هغه هوکړې اړوند چې امريکا او طالبانو سره کړې ده نه دي خوشي شوي.