سپین بولدک، چمن او تورخم دروازې  سبا د سوداګريزو مالونو لپاره پرانېستل کيږي 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، د هېواد بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته دې هوکړې ته رسېدلي دي، چې د  سپین بولدک، چمن او تورخم دروازې به سبا د سوداګريزو مالونو لپاره پرانېستل شي. 

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت هم په ټوېټر تائيد کړې ده چې سبا او د راتلونکې اوونۍ دوه نۍ او څلور نۍ په ورځو به د  سپین بولدک، چمن او تورخم دروازې د ټرانزيت لپاره پرانېستل شي. 

په ورته وخت کې اسلام اباد کې افغان سفير مشعل پر خپل ټوېټر ليکلي دي، " مونږ د دې اقدام هرکلی کوو، په داسې حال کې، چې زمونږ سیمه او ټوله نړۍ د کرونا د ویروس د وبا سره مخ ده، دا ډول ملګرتوب زمونږ ګډو هڅو بریالیتوب او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو لرلو سره مرسته کوي".

د يادونې ده چې همدا اوونۍ پاکستان يادې دروازې د هغه افغانانو پر مخ پرانېستلې چې پاکستان کې د کرونا ويروس له امله بند پاتې وو.