تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې؛ افغانستان کې پر کوېډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۴۸۴ ته ورسېد 



روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، افغانستان کې د کرونا ويروس د ټولې پېښو مثبتو پېښو شمېر ۴۸۴ ته روسېد. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ نوې پېښه ثبت شوې دي چې لس يې په کابل، څورلس په نيمروز، اووه په کندهار، ۴ په پکتيا، دوه په باميانو، دوه په بلخ او دوه په لوګر کې دي.  

د هېواد د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر اساس تر اوسه ۱۵ کسان له کوېډ-۱۹ مړه شوي او ۳۲ تنه له درملنې وروسته رغېدلي دي. 

په نړۍ کې بيا د کرونا ويروس د ککړو شمېر نن ورځ له يو نيم مېلېون واوښت او همدا ډول له ۸۸ زره د ډېرو نورو کسانو ژوند يې اخېستی دی. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ