۷۰ کلنۍ کې يې سره واده وکړ؛ ثمینه احمد او منظور سهابي وايي چې د ژوند وروستۍ شېبه هم خوندوره ده 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)،  ثمینه احمد او منظور سهابي چې پاکستان کې له کالونو د هنر او فلمونو برخه کې کار کوي په ۷۰ کلنۍ کې يې سره واده وکړ. دغه دوه هنري کسانو  د همدې اوونۍ په سر کې سره نکاح تړلی. 

د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې د ثمینه احمد او منظور سهابي واده پرته له مراسمو تر سره شوی او يوازې يو څو کسانو په کې برخه اخېستې وه. 

پر ټولنيزو رسنيو د ثمینه احمد او منظور سهابي واده ته مثبت غبرګونونه ښوودل شوي دي او د اوږد او خوشحاله ژوند هيلې ورته وړاندې شوې دي.