لوړو زده کړو وزارت لا په خوب ويده دى

نړۍ او افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د ژوند نږدې ټولو چارو ترڅنګ د زده کړې او تعليم ټولې چارې په ټپه درولې دي؛ علمي او تعليمي موسسې او مرکزونه لکه: مدرسې، پوهنتونونه، ښوونځي او روزنتونونه د کرونا د خپريدو له وجې د ناروغۍ تر کنترول پورې په بشپړ ډول بند دي. افغانستان کې هم دې اصل ته په پام د پوهنې وزارت ترڅنګ لوړو زده کړو وزارت هم په ټول هيواد کې د روانې حمل مياشت تر اخيره عمومي رخصت اعلان کړى دى خو؛ دا چې هيواد کې د کرونا ناروغي کنترول به شايد لاهم له يوې تر دوو مياشتو وخت وغواړي، داسې نه ښکاري چې پوهنتونونه د هم د يادې شوې مودې تر اخيره فعاله شي. تازه لوړو زده کړو وزارت د هغه ترتيب کړې لايحې په اساس چې د کابينې او ولسمشر له لوري ومنل شوه د انلاين زده کړو بديله طرحه جوړه کړه چې په اساس به يې د پوهنتونونو ښوونکي محصلينو ته د روان سمستر پلان درسي مواد او تشريح د انټرنيټ له لارې محصلينو ته وړاندې کوي خو؛ لاهم ددغې بديلې طرحې د عملي کيدو په لاره کې ډير خنډونه پراته دي چې بايد پر خوب ويده لوړو زده کړو وزارت يې له مخې لرې کړي.

په ټول هيواد کې نيم شمير محصلين لاهم انټرنيټي خدماتو ته لاسرسى نه لري دوى يا په داسې کليو او سيمو کې ژوند کوي چې هلته د موبايل عادي انتنونه هم نه ښکاري انټرنيټ خو يې لا لرې او ناممکنه خبره ده، ترڅنګ يې داسې محصلين هم شته چې د انټرنيټي اسماني لوړو بيو له کبله دې سيستم ته لاسرسى نه لري.

د لوړو زده کړو ناکامه مديريت له کبله لاهم د يادې شوې بديلې طرحې د تطبيق لپاره هيڅ هم نه دي شوي، د انلاين زده کړو د پرمخ وړلو لپاره ان ښوونکي هم د انټرنيټي ستونزو له امله ددې سيستم له ايجاد او فعاليت نه دي خبر او تطبيق خو؛ يې بيل اړخ دى.

  اوس چې لوړو زده کړو وزارت د انلاين زده کړو سيستم د زده کړې لپاره منلى نو بايد د مخابراتو وزارت سره يوځاى محصلينو ته د ځانګړي سيستم له لارې د انټرنيټ بيه خورا ټيټه او د امکان تر حده خدمات د محصلينو تر سيمو ورسوي.

 که وضعيت لاهم په دې برخه کې همداسې پيکه او د محصلينو د اړتياوو په پام کې نه نيولو پرمخ ځي وزارت بايد روان سمستر د ژمي د رخصتيو څخه په ګټې اخيستو تعليق او وځنډوي، ځکه تقريباً نيمه محصلين دې سيستم ته فعلي شرايطو ته په کتو اسانتيا او لاسرسى نه لري، که داسې ونه شي يواځې دا سمستر به د کاغذ پر مخ بې له موثريته او عملي کيدو د تاريخ په زرينو کرښو کې وليکل شي.