چين کې د ايفون Pro Max ۱۱، بيه ۷۵۰ امريکايي ډالرو ته راښکته شوې 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، چين کې که څه هم سوپر مارکېټونه، پلورنځي، هټۍ او سوداګريز مرکزونه تړل شوي دي، خو ان لاين پلورنځيو د توکو د خرڅلاوو بيو کې تخفيف ورکړی. 

چين کې يو شمېر ان لاين پلورنځي د اپل نوې ايفون موبايلونه بيو کې تخفيف وړاندې کړی دی. له کرونا ويروس وړاندې چين کې د ايفون Pro Max ۱۱ بيه  زر امريکايي ډالر وه چې اوس مهال يې بيه تر ۷۵۰ امريکايي ډالرو ته  را ښکته شوې ده. 

چين کې د ټېکنالوژۍ برخه کې ان لاين پلورنځي وايي چې د خلکو غوښتنې کمې  شوې دي او دوی اړ شوي دي چې په کمو بيو او د تخفيف په ورکړې سره ګرځنده موبايلونه او نور برېښنايي ټوکي خرڅ کړي.