د پاکستان پوځ: د هند يوه بې پېلوټه جاسوسي چورلکه مو رانسکوره کړه

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، د پاکستان د پوځ په يوې اعلاميې کې ويل شوي دي، چې د هندوستان يوه جاسوسي چورلکه يا quadrotor يې وېشتلې او غورځولې ده. 

د پاکستان پوځ ويلي دي چې دغه چورلکه نن ورځ د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمې ته تر ۶۰۰ متره را دننه شوې وه او موخه يې د مالومات اخېستل وو. پاکستان وايي چې د هندوستان دا ډول تحريک کوونکې کړنې کړکېچ زياتوالی شي. 

د پاکستان د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي دي، "د هندوستان دا ډول کړنې د دغه دوه هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړو سرغړونه ده او د پاکستان په هوايي حريم کې تيری دی." 

د پاکستان د پوځ د دغه ادعا په اړه تر اوسه د هند حکومت څه نه دي ويلي.