پکتيا کې د کرونا ويروس څلور نوې پېښې ثبت شوې 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۸ ته ورسېد. تازه څلور پېښې پکتيا ولايت کې ثبت شوې  دي. 

د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر بنسټ بلخ کې په کرونا ويروس اخته يو ناروغ تېره ورځ ومړ چې په دې سره افغانستان کې له کرونا ويروس د مړه شوي کسانو شمېر ۱۵ ته ورسېد. 

د هېواد عامې ورغتيا وزارت له افغانانو غوښتي دي چې که چېرې د دغه وزارت لارښوونې او قرنطين پلی نه کړي، نو لېرې نه ده چې افغانستان کې به کرونا ويروس په چټکۍ سره خپور شي.