افغانستان اوس مهال يو اړخيزې نړيوالې الوتنې کوي 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي چې نړۍ کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره نړيوالې الوتنې بند شوي دي او يو اړخيزې الوتنې د هغه افغانانو لپاره تر سره کيږي چې  د نړۍ په هېوادونو کې بند پاتې دي. 

د دغه اداري د خپرونو او عامه اړیکو رئیس محمد نعیم صالحي په دې اړه امريکا غږ ته ويلي دي، "اوس افغان هوايي شرکتونه په یو اړخیز ډول له یو شمیر هیوادونو څخه هغه افغانان خپل هیواد ته ستنوي چې د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله هلته بند پاتې شوي دي."

د صالحي په وينا چې اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو د نوي ډیلې، انقرې او د دوبۍ له ښارونو څخه په څو پرله پسې الوتنو کې ۴۵۲۷ افغان مسافر افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پاکستان، هندوستان، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، چين، روسيې او يو شمېر نورو هېوادونو افغان حکومت هغه افغان محصلين، سوداګر او کارګر بېرته هېواد ستونې چې د کرونا ويروس له امله بند پاتې دي.