روهي (پنځه نۍ/۲۱ د وري)، ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو په هڅو به نن ورځ د سعودي عرستان په مشرۍ جوړ شوی ائتلاف په يمن کې حوثي وسلوالو سره اوربند اعلان کړي. سرچينو ويلي دي چې دواړه خواوې د يو اوربند هوکړې ته سره رسېدلې دي.
سعودي عربستان او حوثي وسلوالو وروسته له هغې د اوربند اعلان کوي چې نړۍ د کرونا ويروس سره په مبارزې اخته ده او ملګرو ملتونو د نړۍ له ټولو حکومتونو وغوښتل چې دغه نړيوالې وبا سره د ګډې مبارزې لپاره اوربند وکړي.
د سعودي عربستان ټلواله او د يمن حوثي وسلوال له تېرو پنځو کالنو راهيسي د يو او بل پر وړاندې جګړه کوي. ايران د حوثي وسله والو او امريکا بيا د سعودي عربستان د ټلوالې ملاتړ کوي.
ملګرو ملتونو د افغان حکومت او وسله والو ډلو هم غوښتي وو، چې د کرونا ويروس سره د مبارزې په پار دي اوربند وکړي، خو تر اوسه افغانستان کې جګړه روانه ده.
وروستي